ټرمپ: هېڅ څوک د امریکا په استازیتوب له ایران سره خبرې نه شي کولی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خپل فرانسوي سیال ایمانوئل مکرون ته په اشارې ویلي چې هېڅ څوک د امریکا په استازیتوب له ایران سره خبرې نه شي کولی.

ټرمپ تازه په خپل ټوېټ کې لیکلي چې ایران له سخت اقتصادي جنجال سره مخ دی او له موږ سره د خبرو تږی دی.

هغه دا هم ویلي چې د فرانسې د ولسمشر ایمانوئل مکرون په شمول ټولو هغو کسانو چې زموږ د استازیتوب داعیه لري، ایران ته ګډوډ پيغامونه ورکړي.

ټرمپ لیکلي، په دې پوهېږي چې ایمانوئل مکرون ښه نیت لري، خو د ده په خبره هېڅ څوک د امریکا په استازیتوب له ایران سره خبرې نه شي کولی.

د همدې اوونۍ په پیل کې په یوه راپور کې راغلي وو چې د فرانسې جمهور رئیس ایمانوئل مکرون خپل ایرانی سیال حسن روحاني ور بللی، څو د میاشتې په پای کې د صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې چې په فرانسه کې ترسره کېږي، له ډونالد ټرمپ سره وګوري.