زرګونه افغان حاجیان به سبا له نورو سره عرفات ته ځي

کعبه شریفه

د حج مراسم نن مِنا ته د زیارت کوونکو په ورتلو پیل شول.

لومړۍ جوپه زیارت کوونکو پرون شپه مینا ته سفر پیل کړی و.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، دېرش زره افغانان سږ کال حج ته تللي.

د دغه وزارت ویاند ناصرالدین دریځ نن ازادي راډيو ته وویل: افغان زیارت کوونکي له خپلو ټیمونو او لارښوونکو سره یوځای بېګا شپه مِنا ته ولاړل، سبا به تر مراسمو وروسته بېرته ورنه ستنېږي.

ګڼو افغان زیارت کوونکو په خپلو ټولنیزو شبکو له هغې ډلې فېسبوک کې دوی ته د ناسمو خوړو او خرابو استوګن ځایونو څخه شکایتونه کړي وو.

له ټولې نړۍ څه باندې دوه میلیونه مسلمانان سږ کال د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.

په مکه او ځینو نورو لویو ښارونو کې د حج د مراسمو په خاطر کلک امنیت نیول شوی.

له یوې درې کلنې وقفې وروسته سږ کال ګڼ شمېر ایرانیان هم د حج مراسمو ته تللي.

ایران وروسته له هغه د حج مراسم تحریم کړي وو چې په ۲۰۱۵ کال کې د حج په مراسمو کې ګډوډیو او د پېښو په ترڅ کې د وژل شویو ۲۳۰۰ حاجیانو تر منځ ګڼ شمېر ایرانیان هم وو.