د امریکا او طالبانو تر منځ توافق ښايي د اختر په ۳مه یا ۴مه ورځ لاسلیک شي

افغان حکومت ته نېږدو سرچینو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، ازادی راډیو ته وویل چې ارګ د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې د احتمالي توافق د مسودې متن ترلاسه کړی دی.

د معلوماتو له مخې، تمه ده چې د اختر په درېیمه یا څلورمه له طالبانو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرینو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد موافقه لاسلیک کړي.

تر دې موافقې وروسته به د شااو خوا څلورنیمو مياشتو په ترڅ کې پنځه زره امریکایي پوځيان له افغانستانه وځي.

تر هغه وروسته به د دوو کلونو په ترڅ کې اته زره شپږ سوه نور امریکایي سرتېري افغانستان پریږدي.

ارشیف، په افغانستان کې امریکایي ځواکونه

د توافق د مسودې له مخې د دغو پوځیانو د وتلو پرمهال به طالبان پر هغوی برید نه کوي.

که چېرته د اختر په درېیمه یا څلورمه د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ توافق وشو، تر هغه وروسته به د یوې اوونۍ په ترڅ کې له طالبانو سره بین الافغاني پلاوی په اسلو کې خبرې کوي، خو که چېرته د اختر په پای کې توافقنامه لاسلیک نه شوه، بیا به په سپټمبر کې لاسلیک شي.

د احتمالي توافقنامې د متن له مخې، د افغانستان له حکومت څخه غوښتل شوي دي چې د دوو اوونیو په ترڅ کې به له پنځو زرو تر لسو زرو طالب زندانیان خوشي کوي.

د توافقه لیک د مسودې په متن کې د طالبانو ډلې ته د اسلامي امارت خطاب شوی دی.

دا چې په کابل کې او نورو ولایتونو کې د طالبانو خونړۍ حملې دوام لري او امريکا له طالبانو سره د سولې خبرې کوي، په داسې حال کې د دې احتمالي توافق لیک غوښتنې او پرېکړې څومره او په کومو حالاتو کې عملي کېدای شي، په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر او د سيمې کارپوه حسین حقاني په دې اړه د پنجشنبې په ماښام ازادي راډيو ته داسې وویل: په افغانستان کې سوله یوازې هغه مهال راتلای شي چې طالبان دا ومني چې افغانستان له ۲۰۰۱ میلادي کال راهيسې تغيير کړی دی، دوی باید ځان ته د اسلامي امارت له خطابه لاس واخلي، ومني چې په افغانستان کې له ګڼو ډلو یا لوریو څخه یو دي او د افغانانو د دې هيلې درناوی وکړي چې غواړي د یويشتمې پېړۍ برخه وي.

ښاغلي حقاني زیاته کړه چې پخوا د افغانستان د سولې په اړه د امريکا پالېسي دا وه چې هر ډول د سولې پروسه به د افغانانو په مشرۍ او ملکیت وي، خو اوس اوسنی توافق یوازې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل تضمینوي.

دی زیاتوي چې له همدې کبله د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد مذاکرات د سولې مذاکرات نه، بلکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مذاکرات دي.

خو تر دې مخکې ښاغلي خلیلزاد ویلي چې په افغانستان کې د سولې داسې توافق غواړي چې په افغانستان تلپاتی ثبات رامنځته شي، په نتيجه کې يې امریکايي سرتېري له افغانستانه ووځي.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د امريکا او طالبانو تر منځ د احتمالي توافقه لیک د مسودې په هغه متن کې چې ولسمشرۍ ماڼۍ تر لاسه کړی دی، د سرچينې په وینا، طالبان مکلف شوي چې له القاعده ډلې سره اړیکې پرې کړي، خو دا پکې نه دې راغلي چې دوی به له داعش څخه لېرې کېږي.

که څه هم تر اوسه په دې تړاو د افغانستان جمهوري ریاست عکس العمل نه دی څرګند کړی، خو د ارګ ځیني سرچینې چې د نوم له اخیستو ډډه کوي، ازادي راډيو ته وایي چې پر دې توافقنامې اعتراضات لري.

یو دا چې د طالبانو لوری اسلامي امارت بلل شوی او د افغانستان حکومت مقابل لوری، دوهم په احتمالي توافق لیک کې له داعش سره د طالبانو د مخالفت مسئله نه ده ذکر شوې، درېیمه دا خبره چې په دوو اوونیو کې له پنځو زرو تر لس زرو پورې د زندانیانو خوشې کول هم عملي نه دي او هم د افغانستان حکومت ته باید په داسې مواردو کې نور لوري لارښوونه ونه کړي.

د افغان حکومت نېږدې سرچینې دا هم ویلي دي چې د امریکایي پلاوي او طالبانو په احتمالي توافق کې د کوټې د شورا مسئله نه ده هواره شوې چې هغه به څه کوي او د سرچینې په باور، دا ماده چې طالبان به پر امریکایانو حملې نه کوي، په همدې کې پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو موضوع نه ده شامله شوې.

سرچینه وایي چې خپلې اندېښنې یې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره شریکې کړې دي او په دې تړاو چې کله کابل له واشنګټن سره ګډه اعلامیه خپروي، که په توافقنامه کې بدلون رانغی، خپل اعتراضات به دقیق بیان کړي.