هبت الله: امریکا د سولې د یوه احتمالي توافق په اړه شکونه راپورته کړي

د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله

د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله ویلي چې امریکا د افغانستان د سولې د هغه احتمالي توافق په اړه شکونه راپورته کړي دي چې له مخې به یې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي او په دې هېواد کې اوږد مهاله جګړه پای ته رسولی شي.

ملا هبت الله د پنجشنبې په ورځ د اختریز پیغام په خپرولو سره دا څرګندونې کړي دي.

دا پیغام یوه ورځ وروسته له هغه خپور شوی چې په کابل کې د طالبانو په یوه خونړي برید کې نږدې ۱۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

افغان حکومت ویلي، دغه برید د طالبانو له لوري د سولې په ژمنو کې پوښتنې راپورته کوي.

ملا هبت الله په خپل اختریز پیغام کې د باور خبره کړې، خو د چهارشنبې د ورځې بمي برید ته یې اشاره نه ده کړې.

نوموړي امریکایي چارواکو ته په خطاب کې ویلي چې طالبان له امریکا سره په پوره جدیت سره د سولې خبرې کړي او هم یې د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې په پای ته رسولو کې د امریکا د صداقت غوښتنه کړې ده.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې مذاکراتو اتم پړاو روان دی او په دې وروستیو کې د یوه توافق ته د رسېدو احتمال هم ډېر ښکاري.