افغان حکومت وایي، د سولې په لار کې ستر خنډونه د طالبانو بریدونه دي

د کابل د تېرې ورځې د برید یو انځور

افغان حکومت وايي، د طالب وسله والو بریدونه د افغانستان په سترو ښارونو کې د سولې لپاره ستر خنډونه دي.

په داسې حال کې چې له یوې خوا د سولې خبرې روانې دي، خو له بل اړخه د طالب وسله والو له خوا د افغانستان په سترو ښارونو کې بریدونه ترسره کېږي.

تازه د چهارشنبې په ورځ په کابل کې موټربم برید ګڼ شمېر ملکي کسانو ته مرک ژوبله واړوله چې افغان حکومت یې په اړه تند غبرګون وښود.

د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې رسنیو ته وویل: له یوې خوا تاسو ګورئ چې طالبان د سولې د خبرو پر وړاندې ستر خنډونه دي، هره هغه حمله چې د دوی له خوا پر ملکي کسانو کېږي، دا یوه ښه نمونه کېدای شي، واقعیت دا دی چې طالبان اوس هم نه غواړي چې د ملکي کسانو له وژل کېدو لاس واخلي، دغه ډله اوس هم دخلکو ترمنځ وېره اچوي او له بده مرغه اوس هم د دې ډلې لاسونه زموږ د بېګناه افغانانو په وینو سره دي.

د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي

د حکومت له دی دریځ سره هم مهاله د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکي: دا بریدونه ستاسو د ورځنیو جنایاتو غبرګون دی، تاسو به اوس په کلي او اطرافو کې د هر ترسره کړي جنایت حساب په کابل او نورو ښارونو کې نغد ورکوئ، په ښارونو کې به ستاسو ځالې له منځه وړل کېږي.

اوس پوښتنه دا ده چې د سولې په دې روانو تودو خبرو کې له دواړو خواو دغه ډول نیوکې په څه معنی دي؟

سیاسي شنونکي محمد اصف بکتاش د چهارشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: په داسې حال کې چې د سولې مذاکرات روان دي او دغه ډول بریدونه چې په کې بېګناه افغانان وژل کېږي، زه یې پرته له فشار او امتیازګیرۍ بل څه نه بولم، په ورته وخت کې حکومت هم مجبور دی چې خلکو ته ځواب ورکړي، ځکه چې حکومت د خلکو پر وړاندې مسؤل دي.

د ښاغلي بکتاش په باور، افغانان داسې سوله نه غواړي چې د بېګناه افغانانو د وژل کېدو په قیمت وي.

د ده په وینا، هر څومره ژر چې کېږي، داواړه طرفونه باید له جګړې لاس واخلي او د یوې تلپاتې سولې لپاره کار وکړي.