اسلام اباد په پاکستان کې د هند سفیر باسي

د پاکستان بیرغ

په داسې حال کې چې د هند او پاکستان ترمنځ شخړې په دې وروستیو کې ډېرې شوي، اسلام اباد وایي له خپل سیال هېواد هند سره ډيپلوماتیکې اړیکې محدودوي، داګریزې اړیکې ورسره ځنډوي او په پاکستان کې د هند سفیر باسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد په یوه ټلویزیون کې وویل چې له هنده د پاکستان سفیر ورغواړي او د هند سفیر ور استوي.

د ښاغلي قریشي له دې څرګندونو سره اسلام اباد ویلي چې له هند سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د محدودولو موضوع به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې مطرح کړي.

د دواړو اټمي وسلې لرونکو هېوادونو ترمنځ شخړې وروسته له هغه ډېرې شوې چې د هند حکومت د دوشنبې په ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ځانګړی وضعیت لغوه کړ او لا ډېر هندي پوځيان یې هغې سیمې ته واستول.