د ولسمشریزو انتخاباتو نوماندانو د کمپاینونو تېرې ۱۱ ورځې تر ډېره حده د یو بل په تورنولو ولګولې.
د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټونه د دې مطلب په څرګندولو سره وايي چې کاندیدان باید د دې پر ځای له وخت څخه ګټه واخلي او ولس ته خپل پروګرامونه تشرېح کړي.
د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا ویانده مروه امیني وايي، دغه کاندیدان تر ډېره په کمپاینونو کې یو بل تخریبوي.
اغلې امیني وايي: "د ټاکنیزو نوماندانو کومې ویناوې چې موږ اورو، پرته له دې چې خپلې طرحې او پروګرامونه له خلکو سره شریک کړي، دوی یو بل تخریبوي او منفي کمپاینونه کوي، د ۹۸مې مادې په اساس دا یو تخلف دی، د دې ترڅنګ یو بل ته سپکې سپورې ویل، سره له دې چې دوی سره مرسته نهکوي، بلکې دوی خپل اعتبار هم له لاسه ورکوي."
د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا ویانده مروه امیني
نوموړې وویل چې اکثره نوماندان خلکو ته مشخص پروګرامونه نهلري.
دغې ستونزې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم اندېښمن کړی او وايي چې د کاندیدانو له لوري په یو بل بېځایه نیوکې، پر انتخاباتو د خلکو باور ته زیان رسوي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست ازادي راډيو ته وویل: "تاسې پوهېږئ چې سیاسي رقابتونه کېږي باید د نوماندانو ترمنځ سیاسي ادبیاتو ته پام وشي، دوی باید په خپلو ټاکنیزو پروګرامونو کې خلکو ته مشخص پروګرامونه ولري، څو ملت دوی ته د برنامې له لارې رأیه ورکړي."
نوموړي وویل، د ټاکنو د قانون په اساس هر هغه څرګندونه چې د ملي ګټو خلاف وي او د کاندیدانو لهخوا مطرح کېږي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون حق لري چې دغه نوماندان مشخص او شکایتونو ته د رسیدهګۍ د کمېسیون د قانون په اساس ورسره چلند وکړي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست په کابل کې د ازادي راډیو په سټوډیو کې د مرکې پر مهال
یو شمېر عام وګړي له هغې ډلې شکیلا ضیايي وايي، د کاندیدانو ډېرې غونډې یې څارلي، خو په وینا یې اکثره نوماندان تر ډېره پر یو بل انتقاد کوي او کوم مشخص پروګرام نهلري.
مېرمن ضیايي زیاتوي: "زه په دې وروستیو کې د کاندیدانو پروګرامونه څارم، هڅه کوم چې د دوی څرګندونې او پروګرامونه واورم، خو دوی تر ډېره یو بل تورنوي او خاص پروګرام نهلري."
د شکایاتو کمېسیون کمېشنر قطبالدین رویدار له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې تر اوسه پورې له دوی سره د یو شمېر کمپایني سرغړونو په اړه شکایتونه ثبت شوي.
نوموړی ټينګار کوي، هر هغه کاندید چې د کمپایني اصولو څخه سرغړونه وکړي او د چا شخصي حریم ته داخل شي، دوی بهیې پر وړاندې قانوني چلند وکړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه ترسره کېږي چې ۱۱ ورځې وړاندې ورته کمپاینونه پیل شوي او ۴۹ ورځې به نور هم دوام وکړي.