حسن روحاني: له ایران سره جګړه به د ټولو جګړو مور وي

حسن روحانی رئیس جمهور ایران

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د اګسټ په شپږمه وویل چې تهران له امریکا سره خبرې غوره ګڼي، خو که امریکا پر ایران لګولي بندیزونه لیرې کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو له اټمي موافقې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شوې وه، د وتلو اعلان وکړ.

په موافقه کې ویل شوي وو چې ایران به د نړیوالو د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې خپل اټمي فعالیت محدود کړي.

خو له کله راهیسې چې امریکا له موافقې وتلې، د ایران او غربي هېوادونو ترمنځ روابط د خرابېدو پر لور تللي دي.

د ایران ولسمشر، حسن روحاني نن پر دولتي ټلوېزیون په وینا کې وویل چې "له ایران سره سوله به د هرې سولې مور وي" خو "له ایران سره جګړه به د ټولو جګړو مور" وي.

هغه بیا هم د ایران او نړیوالو قدرتونو د اټمي موافقې دفاع وکړه.

روحاني وویل چې د ایران اسلامي جمهوري د خبرو او مذاکرو ملاتړ کوي او که چېرې امریکا په رښتیا هم خبرې غواړي تر هر څه مخکې، پر ایران باید ټول بندیزونه لیرې کړي.