چارواکي: د ارزګان چهارچينو ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

د ارزګان ښار

د ارزګان ولایت د چهارچينو ولسوالۍ چارواکي وايي دغه ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده.

د ارزګان په چهارچينو ولسوالۍ کې د ملي امنيت چارواکي وايي له تېرو څو ورځو راهیسې د وسله‌والو طالبانو له لوري پر ياده ولسوالۍ بريدونه پیل شوي چې تر دې مهاله د افغان سرتېرو ۸ پوستې سقوط شوې دي.

په ورته مهال د ارزګان چارواکي بیا وايي چې يادې ولسوالۍ ته‌يې تازه دمي سرتېري لېږلي دي او کومه ستونزه نه‌شته.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د چهارچينو ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده