د کرنې وزارت: په ۶ میاشتو کې به په هېواد کې ۱۸۰۰سړې خونې جوړې شي

ارشیف

د افغانستان د کرنې اومالدارۍ وزارت وايي، تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به په ټول هېواد کې ۱۸۰۰سړې خونې د سبزیجاتو او تازه مېوو لپاره جوړې شي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان اوس د تازه مېوو او سبزیجاتو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

دی وايي: دغه سړې خونې چې د مالي کال تر راتلونکي شپږو میاشتو پورې جوړېږي، په دې سړو خونو کې به رومیان، بادرنګ او دغه شان تازه مېوې په نړېوالو معیارونو وساتل شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت په داسې حال کې د دې سړو خونو د جوړېدو خبر ورکوي چې تر دې وړاندې افغان بزګرو اندېښنې څرګندې کړي او ویلي یې دي چې که موسمې تولیداتو د ساتنې په هدف د سړو خونو د جوړولو په برخه کې اقدام ونه کړي، په زیاته اندازه دغه تولیدات به له منځه لاړ شي.