ولسمشر غني: رسنۍ او ملکیان په نښه کول جنګي جرم دی

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د خورشید ټلویزیون پر موټر برید غندلی او ویلي یې دي چې رسنۍ او ملکیان په نښه کول جنګي جرم دی.

ښاغلي غني دا خبره په خپله ټوېټرپاڼه لیکلې ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون ویلي چې د ژورنالېستانو د خاموشه کولو هڅې به هغوی لا غښتلي کوي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پرون شپه د خورشید ټلویزیون پر موټر د چاودنې مرګ ژوبله ازادي راډیو ته واضح کړه او ویې ویل: دوه کسان شهیدان شوي، دوی د خورشید کارکوونکي نه وو، څلور کسان ټپیان دي، په ټپيانو کې د خورشید ټلویزیون دری کارکوونکي شامل دي.

کومې ډلې په کابل ښار کې د خورشید ټلویزیون د کارکوونکو پر موټر د پرون مازیګر چاودنې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

له دې مخکې طالبانو افغان رسنیو ته ګواښ کړی و چې که د دوی په خبره له حکومتي تبلیغاتو او د دوی ضد خپرونو لاس وانخلي، بریدونه به پرې وکړي.