اروپايي ټولنې د افغانستان په انتخاباتو کې له پولیسو بې طرفي وغوښته

یو شمېر افغان پولیس سرتېري

اروپايي ټولنې د افغانستان د انتخاباتو په پروسه کې د پولیسو په بې طرفۍ ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د دې اروپايي ټولنې سفیر او د ماموریت رئیس پیري مایډون په خپل ټوېټر دا خبره لیکلې.

مایډون پرون د افغانستان په اجرائیه ریاست کې د پولیسو د همغږۍ د بورډ په غونډه کې هم ګډون کړی و چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو امنیت یې د بحث یوه مهمه موضوع وه.

مایډون ویلي چې پولیس باید خپل بې پلویتوب وساتي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د پولیسو د همغږۍ د بورډ په غونډه کې ویلي چې امنیتي ارګانونه خاصتاً پولیس باید د انتخاباتو په پروسه کې بې پلوي اوسي.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي په دې غونډه کې ډاډ ورکړی چې پولیس به د انتخاباتو امنیت ونیسي او هم به بې طرفه وي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د میزان په شپږمه ترسره کېږي خو د امنیت په اړه یې جدي اندېښنې موجودې دي.