ایران په فارس خلیج کې یوه بهرنۍ تېل وړونکې بېړۍ نیولې

ارشیف

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو پرون ویلي چې په فارس خلیج کې یوه بهرنۍ تېل وړونکې بېړۍ یې نیولې ده.

د سپاه په اعلامیه کې راغلي چې دې بېړۍ ځینو عرب هېوادونو ته تېل قاچاقول.

په بېړۍ کې اووه لکه لیټره تېل بار وو.

ایرنا دولتي اژانس د سپاه پاسداران د چارواکو په حواله لیکلي چې دا تېل وړونکې بېړۍ د قضايي چارواکو تر امر او همغږۍ وروسته نیول شوې ده.

د بېړۍ اووه سپرلۍ توقیف شوي، خو د هویت په اړه یې معلومات نه دي خپاره شوي.

په بحرین کې مېشت د امریکا د پوځ پنځمې فرقې ویلي چې د دې پېښې د تأیید په اړه معلومات نه لري.

په فارس خلیج کې د بېړۍ چلونې د امنیت په اړه په دې وروستیو کې اندېښنې اوج ته رسېدلي.

ایراني چارواکو تېره جولای میاشت هم یوه بریتانوي بېړۍ له سپرلیو سره یوځای درولې وه چې له بریتانیا سره یې د دغه هېواد اړیکې یو څه سړې کړې.

ایران داسې وخت د بېړیو د امنیت د ګواښونو په خاطر په نویو لانجو کې ښکېلېږي چې وار له مخه د واشنګټن له سختو بندیزونو سره مخ دی.

امریکا د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه په وتلو په ایران پراخ بندیزونه لګولي چې د دغه هېواد د تېلو په معاملو باندې بندیزونه یې لویه برخه جوړوي.