د خورشید ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر چاودنې ۲ تنه وژلي او ۳ ټپیان دي

په کابل کې نن مازیګر د خورشید ټلوېزیون د عملې پر موټر د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د واټس‌اپ له لارې په یوه بیان کې ویلي چې دغه چاودنه د کابل د ۱۵مې حوزې په مربوطاتو کې د تایمني په پنځم سړک شوې ده.

د ښاغلي رحیمي په خبره، د دې پېښې په وژل شویو کې موټر چلوونکی او یو لاروی وژل شوي او په ټپیانو کې د خورشید ټلوېزیون دوه کار کوونکي شامل دي.

د دې پېښې مسؤلیت تر دې دمه چا په غاړه نه‌دی اخیستی.