د محمد حنیف اتمر په ټيم کې سیاسي کشمکشونه؛ ایا د سولې او اعتدال ټيم پاشل کېږي؟

د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټیم مشر محمد حنیف اتمر

د محمد حنیف اتمر د انتخاباتي ټیم ځیني متحدین چې په دې وروستیو کې له دغه ټیمه جلا شوي، وايي چې که په دغه ټیم کې اختلافات ژر حل نه شي، دغه ټیم به وپاشل شي.

پر انتخاباتي مبارزو اته ورځې تېرېږي، خو د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټیم چې د ځینو په باور، د غړو ترکیب ته یې په کتو د ولسمشریزو انتخاباتو یو له اصلي رقیبانو ګڼل کېږي، اوس هم نه دی توانېدلی چې په دغه ټیم کې دننه اختلافات حل کړي، ځکه د صدارعظمۍ د څوکۍ پرسر پکې کشمکش روان دی.

په دې وروستیو کې محمد سلیمان کاکړ چې د دغه ټیم یو له متحدینو او اتمر ته نږدی کس و، د سولې او اعتدال له ټیم سره مخه ښه کړې ده.

دی وايي، په دغه ټیم کې د صدراعظمۍ د څوکۍ پرسر اختلاف ستونزمن شوی او احتمال لري چې دغه ټیم وپاشل شي.

ښاغلی کاکړ چې د ملي امنیت په شورا کې د حنیف اتمر د ماموریت پرمهال د هغه مرستیال و، وايي چې ښاغلی اتمر غواړي له بریالیتوب وروسته د لومړي وزیر څوکۍ د ملي شورا په مشوره عطا محمد نور ته ورکړي، خو ښاغلی نور ټینګار کوي چې دغه څوکۍ دې له بریالیتوب دمخه د ده په نامه کړي.

ښاغلی کاکړ وايي: ښاغلي اتمر دا درک کړې چې که دا کار وکړي او د لومړي وزیر څوکۍ مخکې له بریالیتوبه ورکړي، نور متحدین به له لاسه ورکړي، نو د دغه کشمکش سلسله روانه ده، زه چې ترکومه خبر یم ، بحثونه يې روان دي، امکان لري بیا سره یوځای شي او د دې امکان هم شته چې هېڅ کله سره یوځای نه شي او ټیم په بشپړه توګه وپاشل شي.

په ورته وخت کې د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټیم ویاند قادرشاه له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دغه ټیم کې اختلافات رد کړل او ویې ویل چې هېڅ احتمال نه شته چې د سولې او اعتدال ټیم وپاشل شي.

د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټیم ویاند قادرشاه

ده وویل: هېڅ امکان نه لري چې د سولې او اعتدال ټیم دې وپاشل شي، هېڅ امکان نه لري چې د دغه ټیم پروګرامونه دې تر تاثیر لاندې راشي، دا یو پراخ ټیم دی او پروګرامونه یې اوږدمهاله دي، له ټولو مهمه دا چې دا یو متحد ټیم دی او د افرادو په تلو او راتلو سره نه پاشل کېږي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو ځیني پوهان په دې باور دي چې که د دغه ټیم د مهمو غړو ترمنځ اختلافات له منځه لاړ نه شي، د پاشل کېدو احتمال یې ډېر دی.

د دغو کارپوهانو له ډلې انتظار خادم وايي، د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټیم د پاشل کېدو په صورت کې د رقابت میدان نورو انتخاباتي ټیمونو په ځانګړې توګه د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني ټیمونو ته خلاصېږي.

دی زیاتوي: که د اتمر ټیم وپاشل شي، زه فکر کوم ښاغلی عبدالله به یو څه د اتمر د پلویانو ملاتړ ترلاسه کړي او د غني ټیم به په اتومات ډول پیاوړی شي، دلته دوه اساسي ټیمونه په میدان کې پاتې کېږي، یعنې د غني او عبدالله ټیمونه.

خادم وايي، له سیاسي نظره د سولي او اعتدال ټیم باید د قدرت په تېره د لومړي وزیر د څوکۍ پرسر اختلافات له انتخاباتي مبارزو دمخه له منځه یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشریزو انتخاباتو انتخاباتي مبارزې پیل شوي، خو تر اوسه د اتمر په ګډون ځینو کاندیدانو دغه مبارزه نه ده پیل کړې.

خو د اتمر د ټیم ویاند وايي، د دوی کمپاینونه د حکومت له خوا د دوی غوښتنو ته د نه ځواب ویلو له امله د کاندیدانو د شورا په مشوره ځنډېدلي دي.