سيګار: په وروستیو مياشتو کې د افغان ځواکونو په شمېر کې کمی راغلی

ارشیف، افغان ځواکونه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امريکا د ځانګړي سرپلټونکي یا سيګار نوی راپور وايي چې په وروستیو مياشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو په شمېر کې د پام وړ کمی راغلی دی او دا ځکه چې اوس د تش په نوم سرتېرو د ثبت مخه نيول شوې او د دوی د شمېرلو طریقې تغییر کړی دی.

د سیګار راپور چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، د روان میلادي کال له اپرېل څخه تر جون مياشتې پورې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۲۰۰۰ ځواکونه کم شوي دي.

راپور په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له قوله وايي چې د ځواکونو په شمېر کې دا توپير ځکه راغلی چې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې سرتېري اوس د بایومټریک له پروسې تېرېږي او پخوا غوندي يې شمېر د مشرانو له خوا نه راپور کېږي.

د سیګار راپور په داسې حال کې خپور شوی چې واشنګټن له طالبانو سره د سولې د تړون هڅې کوي.