حامد کرزی: د سولې پروسه د امریکا او پاکستان په واک کې ده

د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي، د سولې پروسه د امریکا او پاکستان په واک کې ده.

په افغانستان کې د سولې په تړاو د روانو هڅو سره هم مهاله مخکنی رئيس جمهور حامد کرزی وايي، د سولې خبرې اوس مهم پړاو ته رسېدلي دي.

که څه هم ښاغلی کرزی د امریکا له لوري د سولې په تړاو د روانو هڅو هرکلی کوی، خو وايي چې د افغان سولې پروسې واک افغانان نه، بلکې امریکا او پاکستان په لاس کې لري.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل: زموږ هڅه باید دا وي چې د سولې پروسه افغاني شي چې تر اوسه نه ده شوې او په دې تړاو هڅې هم روانې دي چې دغه پروسه د امریکا او پاکستان په واک کې پاتې شي، د سولې پروسې واک د دواړو هېوادونو له خوا زموږ په زیان دی.

مخکنی ولسمشر د سیاسي رهبرانو پر اتفاق ټینګار کوي او له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس واخلي او اوربند وکړي، د دې لپاره چې روانه جګړه د بهرنیانو په ګټه ده.

ښاغلی کرزی وايي، امریکا له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي او ډېر ژر به افغان حکومت او طالبان هم هوکړې ته ورسېږي.

هغه همداشان د افغانستان د سولې په پروسه کې د ګاونډیو هېوادونو لکه روسیې، چین، ایران او هند ونډه مهمه یاده کړه.

افغان حکومت تر دا مهاله په دې اړه غبرګون نه دې ښودلی.

خو د سولې عالي شورا مرسیتال عبدالخبیر اچقون په دې اړه ازاډي راډیو ته وویل چې دغه څرګندونې له حقیقته لېرې دي او د سولې پروسه د افغانانو په لاس کې ده.

ده وویل: دغه څرګندونې حقیقت نه لري، دولت او خلک د افغانستان د سولې پروسې څښتنان دي او داسې څرګندونې باید ونشي، د سولې پروسه د افغانانو په لاس کې ده، له خلیلزاد سره په همغږۍ دغه بهیر پرمخ روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ اتم پړاو خبرې په قطر کې پیل شي.

هغه مرحله چې هیلې ورته ډېرې دي او احتمال شته چې د دواړو لورو له خوا یو توافق هم وشي.

راپور: خاطر پردېس