راپور: تېره میاشت ملکي وګړو ته په تېرو ۳ کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وایي، تېره جولای میاشت د ملکي وګړو لپاره په تېرو درېیو کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه.

د دې ډلې مشر عزیز احمد تسل د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې یوازې په همدې میاشت کې ۳۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۵۹ نور ټپیان شوي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې راپور ښیې چې دغه مرګ ژوبله د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې اوښتې چې تر ټولو ډېر یې په کندهار، کابل ، غزني او فاریاب ولایتونو کې ده.

دا راپور د دغې مرګ ژوبلې اصلي لاملونه ځانمرګي بریدونه او د سړک غاړي ته ښخ شوي ماینونه ښیي، خو هوایي بریدونه او شپني عملیات د دې مرګ ژوبلې دوهم علت یادوي.

د همدې ډلې د راپور له مخې، په تېره جون میاشت کې ۱۹۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تېره ورځ چې د جولای وروستۍ ورځ وه، د کندهار -هرات ترمنځ لویه لاره کې پر مسافر وړونکي بس د سړک د غاړي ماین وچاودېد چې ۳۴ تنه پکې ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.

ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې یو ځل بیا د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه ښودلې او وایي چې د دغو تلفاتو څه باندې پنځوس سلنه د وسله والو مخالفینو له خوا شوې ده.