د هرمز تنګي د روان وضعیت په اړه د ناټو اندېښنه

د ناټو نښان

ناټو په هرمز تنګي کې روان وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړه.

په دې ترڅ کې جرمني ویلي دي چې په فارس خلیج کې به له اروپایي ټولنې سره په همغږۍ همکاري وکړي.

د جرمني حکومت وایي، برلین دېته لېوال نه دی چې د هرمز په تنګي کې د امریکا په مشرۍ له سمندري ماموریت سره یوځای شي، خو پر دې غور کوي چې د اروپایي ټولنې له یوه سمندري ماموریت سره یوځای شي.

دا څرګندونې د واشنګټن د وروستي وړاندیز په عکس العمل کې شوې دي.

د هرمز له تنګي د تېلو بېړۍ او نورې تجارتي کښتۍ تېرېږي او ډېر بیروبار پکې وي.

د دې سیمې د امنیت او هلته د ایران د بریدونو پرضد د مبارزې لپاره واشنګټن د مرستې غوښتنه کړې وه.

د جرمني د حکومت ویاند اولریک دیمر وویل چې برلین به له ډموکراتیکو لارو د واشنګټن او تهران ترمنځ د شخړو د راکمېدو هڅو ته دوام ورکړي.

په دې ترڅ کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د جرمني له دفاع وزیرې انګرت کرمپ کرنباور سره په بروکسل کې پرون ګډې خبري غونډې ته وویل: د ناټو متحدان په فارس خلیج کې وضعیت ته اندېښمن دي، ښکاره ده چې د بېړیو ازاد تګ راتګ هلته د ناټو ټولو متحدانو ته مهم دی، د ناټو یو شمېر متحدان دغه اوس هم په خلیج کې شته، خو هلته د ناټو د یوه ماموریت غوښتنه نه ده شوې.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

خبري غونډې ته د جرمني دفاع وزیرې کرنباور وویل چې د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري یوه ابتدایي غوښتنه شوې چې له فرانسې او بریتانیا سره په مشوره به غور پرې وشي.

د مېرمن کرنباور په وینا، جرمني به د سمندري امنیت لپاره له بریتانیا او فرانسې سره بیا هم همغږی وي او برلین په دې باور دی چې په فارس خلیج کې د اروپایي ټولنې یو سمندري ماموریت داسې مسئله ده چې د دې وړ ده چې غور پرې وشي.

د واشنګټن او د هغه د متحدانو او ایران ترمنځ کړکېچ وروسته تر دې زیات شو چې واشنګټن تېر کال د مې په میاشت کې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه بهر شو او پر ایران یې بیا سخت اقتصادي بندیزونه ولګول.

تېره میاشت د ایران یوه بېړۍ بریتانیایي ځواکونو په جبل الطارق کې په دې تور ودروله چې له بندیزونو یې سرغړونه کړې ده او سوریې ته تېل لېږدوي.

تر دې وروسته په هرمز تنګي کې د بریتانیا د تېلو یوه بېړۍ ایران ودروله.