خلیل‌زاد: دوحه کې به هغه هوکړه‌لیک وروستی کړو چې کار مو پرې کاوه

په افغانستان کې د ازادي راډیو رئیس سمېع‌الله مهدي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د ملي یووالي حکومت له چارواکو سره د څو ورځنیو خبرو وروسته، له طالبانو سره د خبرو په هدف دوحې ته روان شو.

ښاغلي خلیل‌زاد له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې، کابل ته خپل وروستی سفر، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د خپل ګمارل کېدو راهیسې، تر ټولو اغېزمن سفر ګڼلی دی.

ښاغلي خلیل‌زاد وویل، د امریکا متحده ایالاتو او افغانستان د راتلونکو مذاکراتو پر کېدو هوکړه کړې ده.

ښاغلي خلیل‌زاد زیاته کړه: "کابل ته مې د خپلې دندې له اخیستو راهیسې، دغه سفر تر ټولو بریالی و. موږ له افغان حکومت سره یوې هوکړې ته ورسېدو چې له طالبانو سره د هوکړې په خاطر نور ګامونه هم واخلو."

خلیل‌زاد مخکې له دې پر ټویټ پاڼه لیکلي وو: "که په دوحه کې طالبان خپل کار ترسره کړي، موږ خپل کار کوو او په هغه توافق چې کار مو پرې کاوه، نتیجې ته به ورسېږو."

دی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د افغانستان په هکله د پاکستان په سیاست کې مثبت بدلون لیدل کېږي او غواړي د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

ښاغلي خلیل‌زاد د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو ته اشاره کوي وايي، سولې ته به د یوې هوکړې تر رسیدو پورې، د انتخاباتو له بهیره ملاتړ وکړي.

دی زیاتوي: "دا هغې پرېکړې پورې اړه لري چې افغانان‌یې په مذاکراتو کې کوي او افغان حکومت په‌کې هم شامل دی. نور افغانان په‌کې هم برخه لري. په مذاکراتو کې چې هره پرېکړه کېږي، موږ یې ملاتړ کوو، خو تر هغې چې هغه پرېکړه کېږي، د انتخاباتو ملاتړ کوو."

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له ازادي راډیو سره د یوې ځانګړې پر مهال

په ورته وخت کې له طالبانو سره مرکچي پلاوی د چهارشنبې په ورځ، د افغان حکومت له‌خوا اعلان شو.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستراتېژیکو اړیکو د برخې رئیسې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل، په دغه پلاوي کې ټول شامل او د ښکېلو خواو نظریات په‌کې په پام کې نیول شوي دي.

اغلې انوري وايي: "لېست بشپړ شوی، ټولې ټولنیزې او سیاسي ډلې په‌کې دي. سیاسي، قومي او ټولنیزه تنوع په‌کې په پام کې نیول شوې ده. د مذاکراتو لپاره جامع پلاوی ټاکل شوی دی."

په دغه پلاوي کې د شاملو کسانو نومونه تر اوسه نه‌دي اعلان شوی.

دا د سولې دوهم مرکچي پلاوی دی چې له طالبانو سره د خبرو په مقصد اعلانېږي.

مخکې له دې هم له طالبانو سره د خبرو لپاره د حکومت له‌خوا یو ۱۲ کسیز پلاوی ټاکل شوی و چې له انتقادونو سره مخ و.

په پام کې ده چې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د مذاکراتو اتم پړاو ډېر ژر په قطر کې پیل شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا په دې باور ده چې دغه ناسته مهمې او برخلیک ټاکونکې هوکړې ولري.