په ۲۰۱۸ م کال کې په نړۍ کې ۱۲ زره ماشومان وژل شوي یا معلول شوي

هغه ماشوم چې په وسله‌والو نښتو کې ټپي شوی دی. 20Feb2011

په ۲۰۱۸ م کال کې په نړۍ کې ۱۲ زره ماشومان وژل شوي او یا معلول شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د سې شبې په ورځ په یو راپور کې وویل، په ۲۰۱۸ م کال کې په نړۍ کې په پوځي کړکېچونو کې تر ۱۲ زرو زیات ماشومان وژل شوي او یا معلول شوي دي.

ملګرو ملتونو په دې راپور کې همدارنګه د ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۴ زره قضیې هم یادې کړې چې په‌کې د جنسي زور زیاتي، پر ښوونځیو د بریدونو او د سرتېرو په توګه د ماشومانو د نیولو موارد شامل دي.

ښاغلي ګوترش ویلي، په دې سرغړاویو کې د غیر دولتي وسله‌والو ډلو په پرتله د حکومتونو او نړیوالو ځواکونو رول ټکان ورکوونکی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۱۸ م کال کې په افغانستان کې د جګړو د قرباني ماشومانو شمېر ۳ زره تنه وو، په سوریه کې ۱۸۰۰ تنه او په یمن کې ۱۶۰۰ تنه وو.

دا درې هېوادونه د نښتو او جګړو تاوده ډګرونه دي.

راپور زیاتوي چې په ۲۰۱۸ م کال کې تر ۷ زرو زیات ماشومان د سرتېرو په توګه استخدام شوي چې تر ټولو لوړ شمېر یې په سومالیا، نایجریا او سوریه کې وو.

په ۲۰۱۸ م کال کې د نورو هېوادونو په پرتله په سومالیا کې پر ماشومانو د جنسي تېري او د هغوی د تښتونې زیاتې پېښې ثبت شوې دي.