فیفا: د سولې بهیر، سیاسي مسایلو او امنیتي وضعیت پر انتخاباتي کمپاین ناوړه اغېز کړی

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي چې د سولې روان بهیر، سیاسي مسایلو او ناوړه امنیتي وضعیت پر انتخاباتي کمپاین ناوړه اغېز کړی دی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د نورو بېلابېلو مسایلو ترڅنګ له امریکایانو سره د طالبانو د سولې مذاکراتو پر انتخاباتو سیوری غوړولی.

دی وایي: امنیت یوه جدي ستونزه ده هماشان سیاسي مسایل او د سولې منډې ترړې، تر اوسه هم ځیني نوماندان په دې باور دي چې انتخابات به وشي که نه، دوی زړه نه ښه کوي چې په کمپاینونو کې پیسې مصرف کړي او میدان ته راودانګي.

ښاغلی رشید زیاتوي چې کمپاینونه پیکه روان دي او له کمپاین پرته انتخابات ماهیت او منطق له لاسه ورکوي چې دا کار تقلب او درغلۍ ته لاره هواروي.

د جمهوري ریاست د پخوانیو کمپاینونو برعکس د روان کال د انتخاباتو لپاره په کابل ښار او ولایتونو کې د کاندیدانو کم عکسونه لیدل کېږي او د کمپاین له پیله چې درې ورځې پرې اوړي، یوازې درېیو کاندیدانو محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله او عنایت الله حفیظ انتخاباتي کمپاینونه کړي.

خو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ټیم، د ډاکتر سید نورالله جلیلي په مشرۍ د مهربان او مسؤل دولت انتخاباتي ټیم او د رحمت الله نبیل انتخاباتي ټيم وايي چې په ټولو ولایتونو کې یې د کمپاین لپاره دفترونه نیولي او ډېر ژر به ټولیز کمپاین پيل کړي.

بل خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د سولې پروسه زیانمنوي.

دی وایي: زموږ په نظر له شغال لاندې انتخابات درست انتخابات نه دي، دا د ولس استازیتوب نه شي کولی او نه هم د افغانستان د مسئلې حل دی، هسې د اشغال له دوام سره مرسته کوي او د سولې پروسه زیانمنوي.

په ورته وخت کې د چارو یو شمېر کارپوهان وايي، انتخابات او سوله دوه ځانګړې پروسې دي چې باید هرې یوې ته په خپل وخت کار وشي.

د دغو کارپوهانو له ډلې خالد سادات وايي، دا چې طالبان وايي چې انتخابات سوله زیانمولی شي، دا یوه بهانه ده.

دی زیاتوي، انتخابات د سولي له پروسې سره په ټکر کې نه شي راتلی، انتخابات د حکومتونو د تبدیلۍ لپاره یوه نورماله پروسه ده او په ولسواکۍ کې د واک د لېږد یو منل شوی اصل دی، نه سوله او نه هم انتخابات باید یو بل زیانمن کړي، دلته د طالبانو ځینې غوښتنې دي چې انتخابات دې وخڼدېږي او موقت حکومت دې رامنځته شي، دا د طالبانو یوه بهانه ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه ترسره کېږي چې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون اتلسو کسانو ورته ځانونه نوماند کړي دي.