ټرمپ تازه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو کمښت غوښتی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې د امریکا ولسمشر سپارښتنه ورته کړې چې په امریکا کې د جمهوري ریاست تر ټاکنو په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر کم کړي.

په امریکا کې د جمهوري ریاست ټاکنې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې کېږي.

ډونالد ټرمپ د جمهوري ریاست په لومړي کال د جنوبي اسیا ستراتيژي اعلان کړه او ویې ویل چې په افغانستان کې به وسله وال طالبان له حکومت سره خبرو ته هڅول کېږي او هلته د امريکايي عسکرو شتون ته به وخت نه ټاکي.

د امریکا د خارجه چارو وزیر مایک پامپیو پرون د جولای په ۲۹مه په واشنګټن کې د اقتصادي کلب په نوم مطالعاتي مرکز کې وویل چې ټرمپ غواړي چې دا نه ختمېدونکې جګړې پای ته ورسېږي.

پامپیو وویل چې دا به یوازې امریکايي ځواکونه نه، بکلې د ناټو اروپايي عسکر هم چې په افغانستان کې مېشت وي.

مایک پامپیو وویل چې د افغانستان د سولې لپاره په خبرو کې حقیقي پرمختګ شوی دی.

هو، واقعي پرمختګ شوی دی هلته، زه نه غواړم چې وخت وټاکم، خو خوشبین یم، موږ یوازې له طالبانو سره خبرې نه کوو، حقیقت دا دی چې له ټولو افغانانو سره غږېږو.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې دی.

سیمې ته دا د خلیلزاد اتم سفر دی چې د اګست تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

ټاکل شوي چې خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له سیاسي استازو د خبرو لپاره دوحې ته هم ولاړ شي.