د افغانستان انتخاباتو، امنیتي وضعیت او اندېښنو ته د نړیوالو ورځپاڼو پام

یو شمېر نړيوالو رسنیو د یکشنبې په ورځ د افغان ولسمشر اشرف غني په انتخاباتي ټکټ کې د لومړي مرستيال او زرغون بهیر د مشر پر دفتر حملې ته پام کړی دی.

په دې ډله يیزه حمله کې شل کسان ووژل شول او پنځوس نور ټپیان شول.

واشنګټن پوسټ:

امریکايي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین په لومړۍ ورځ تاوتریخوالی هغه خطرونه روښانه کوي چې انتخابات ورسره مخامخ دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، پر دې سربېره چې د تلې د شپږمې د انتخاباتو لپاره اتلسو نوماندانو خپل نومونه ثبت کړي، تر اوسه د انتخاباتو د نه کېدو په اړه شکونه شته.

په مقاله کې راغلي چې ډېری افغانان د انتخاباتو په درشل کې د طالبانو له تهدیدونو او حملو اندېښنه لري.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه، د ولسمشرۍ د نوماندانو په ګډون یو شمېر سیاستوالو ویلي چې له طالبانو سره د سولې توافق ته رسېدل باید لومړيتوب وي، ځکه انتخاباتي کمپاین کولی شي چې د سولې خبرې ضعیفې کړي.

نیويارک ټامیز:

نیويارک ټامیز ورځپاڼې لیکلي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د یکشنبې د ورځې پېښې اندېښنې راپورته کړي دي.

د ورځپاڼې په وینا، وېره شته چې راتلونکي انتخابات هم د ۲۰۱۴ میلادي کال غوندې د درغلیو له ادعاوو سره مخامخ شي، خو دا ځل ښايي د ترورېستي حملو له دوام سره.

په مقاله کې راغلي دي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د اتلسو نوماندانو، د هغوی د مرستيالانو او لوړپوړو همکارانو د امنیت لپاره یې ځانګړي پولیس ګمارل شوي دي.

خو د نیويارک ټامیز په وینا، خلک اندېښنه لري چې سخت دریځي ښايي د تلې د شپږمې د انتخاباتو په ورځ انتخاباتي حوزې هدف وګرځوي.

په مقاله کې لولو چې د حملو د زیاتوالي او درغلیو په صورت کې به په افغانستان کې د ۲۰۱۴ میلادي کال د انتخاباتو سناریو تکرار شي.

ګارډين:

د بریتانيي ګارډين ورځپاڼې هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د امنیت په اړه زیاتو شویو اندېښنو ته پام کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، ویل کېږي چې انتخابات د سپټمبر د مياشتې په اته ویشتمه نېټه وشي، خو په ټول افغانستان کې امنیتي وضعیت تر پخوا ډېر خراب شوی دی.

د مقالې لیکوال دې ته پام کړی چې طالبانو او داعش ډلې پر امنیتي ځواکونو، حکومتي او ملکي کارکوونکو حملې زیاتې کړي دي.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم لیکلي چې د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو د کمپاین پیل ډېر اندېښمنوونکی و.

د ورځپاڼې په وینا، وروسته یو څو ساعته له دې چې ولسمشر غني د دې کمپاین په پیل کې وویل، چې (سوله راتلونکې ده) درنې چاودنې د ولسمشر د انتخاباتي ټکټ د لومړي مرستيال امرالله صالح دفتر هدف وګرځاوه.

په مقاله کې مخکې لولو چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د سولې یوه توافق ته د رسېدو په خاطر ځان ته د روان کال د سپټمبر لومړۍ نېټه هدف ټاکلې ده.

خو وال سټريټ ژورنال وايي چې تر اوسه د بین الافغاني خبرو او د افغانستان د سیاسي راتلونکي برخلیک نه دی معلوم او طالبانو د سولې په چارو کې د دولت د وزیر عبدالسلام رحیمي هغه وړانديز هم رد کړ چې په راتلونکو دوو اوونيو کې يې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د رسمي مذاکراتو د پيلېدو خبر ورکړی و.

طالبانو ويلي چې له افغان حکومت سره هېڅ کله تر دې مخکې رسمي خبرې نه کوي چې نړيوال ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي.