د کابل د پرونۍ پېښې قربانیان حکومت د ترورېستي پېښو په مخنیوي کې پاتې بولي

د کابل د تېرې ورځې د پېښې یو انځور

د کابل ښار د پرونۍ پېښې يو شمېر قربانیان حکومت د ترورېستي پېښو په مخنیوي کې پاتې بولي.

پرونیو خونړیو چاودنو او څو ساعته نښتې چې د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د زرغون بهیر پر دفتر وشوې، د ځاني زیان ترڅنګ یو شمېر خلکو ته مالي زیانونه هم واړول.

د پېښې ځای په بشپړ ډول په يوې کنډوالې بدل شوی او په شااوخوا سیمه کې د پرتو کورونو ښېښې ماتې او د یو شمېر نورو خو ان دېوالونه هم ړنګ شوي دي.

د کابل د تېرې ورځې یو انځور

د دغې پېښې په اړه دوه تنه ځایي اوسېدونکي ذاکر او نبي وایي:

"يو ډېر وحشتناک غږ و، خونه له ښيښو او اور څخه ډکه وه، د اور له خونې دهلېز ته ووتم، بیا بلې خونې ته لاړم، بهر مې وکتل چې ډېر ناوړه وضعیت دی، مړي پراته دي، ټپیان شوي ماشومان په ځمکه پراته دي، دوه تنه په ډېر بېړه د رئیس صیب دفتر ته لاړل او ډزې یې کولې.

"بیخي وارخطا شوی وم چې ماشومان مې په کور کې بند پاتې وو، مور یې هم د باندې وه، لوڼو مې چغې وهلې، زیاتې ويرېدلي وې، هېڅ هم راته پاتې نه دي، همدا اوس حیران یم چې بچو ته څه ورکړم او چېرته لاړ شم، زما تاوان باید دوی راکړي."

دغه وضعیت د دغې سیمې د اوسېدونکو پر څېرو د غم کرښې راښکلي او د دوی پر عادي ژوند یې سیوری غوړولی دی.

دوی دولت د ترورېستي پېښو په مخنیوي کې پاتې بولي او له وسله والو مخالفینو غواړي چې د ملکیانو خوندیتوب ته دې جدي پام وکړي.

د يکشنبې په ورځ مازیګر مهال د کابل ښار په څلورمه حوزه کې د زرغون بهیر د دفتر د دروازې مخې ته چې مشر یې د محمد اشرف غني د ټاکنیز ټیم مرستیال امرالله صالح دی، چاودنه وشوه او وروسته څو تنه بریدګر ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځایه یې ډزې پیل کړې چې دغه برید څو ساعته دوام وکړ.

د دغه برید پرمهال ښاغلی صالح هم د زرغون بهیر په دفتر کې و چې برسېرن ټپي شوی دی.

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو ته مرستیال کاندید امرالله صالح د تېرې ورځې له پېښې وروسته

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دغه پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه وویل: د افغانستان دښمنانانو د ملکي خلکو په نښه کولو سره يو ځل بیا خپلې وحشې څېرې خلکو ته وښودې، په دغه حمله کې شل تنه ووژل شول او پنځوس نور ټپيان شوي دي.

دغه وزارت د ياد برید په اړه د څېړنو خبره هم کړې.

له دغه برید وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپله ټوېټر پاڼه او فېسبوک کې ښاغلی صالح د خپلې خاورې اصلي بچی ياد کړ او ويې ویل چې نوموړی له يوه پیچلي بریده روغ ووت.

دغه شان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د زرغون بهیر پر دفتر برید غندلی دی او ویلي یې دي چې د برید عاملان باید د قانون منګلو ته وسپارل شي.

د يادونې ده چې تر دې مهاله د دغه برید مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.