خلیلزاد د کابل پرونی برید وحشیانه او ښکاره ترورېزم بللی

د کابل د برید ځای

اروپايي اتحادیې، هند، پاکستان او د افغانستان د سولې د مذاکراتو لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان د ولسمشرۍ د مرستیال کاندید امرالله صالح پر دفتر برید وغانده.

زلمي خلیلزاد یو ساعت مخکې په خپله ټوېټرپاڼه کې دا برید وحشیانه او ښکاره ترورېزم بللی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دې برید د غندلو ترڅنګ لیکلي چې حمله کوونکي باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

ده همداراز ویلي چې امریکا د ترورېزم پر ضد په جګړه کې له افغانستان سره ولاړه ده.

د امرالله صالح د ګوند زرغون بهیر دفتر چې پرون دا برید پرې وشو، د کابل د پنځلسمې حوزې په سیمه کې د تایمني پروژې او هوايي ډګر د سړک ترمنځ موقعیت لري.