مسیر: د ټاکنیزو سیالیو سړه فضا او د امرالله صالح پر دفتر برید څه معنا؟

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د ټاکنیزو سیالیو او د سولې روانې پروسیې په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

مسیر:

د مسیر ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، د ټاکنیزو سیالیو د لومړۍ ورځې سړه فضا او د امرالله صالح پر دفتر برید څه معنا لري؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د امرالله صالح پر دفتر د برید ښکاره پیغام دا دی چې که سوله ونه شي، نو نه به ټاکنیز ټيمونه خوندي وي او نه به هم هغه خلک چې په ټاکنو او ټاکنیزو چارو کې ښکېل دي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، د سولې د خبرو او هلو ځلو په سیوري کې سړې ټاکنیزې هڅې، له ټاکنو او ټاکنیزو چارو سره د خلکو نه لېوالتیا او لوړ امنیتي ګواښونه هغه څه دي چې باید سولې ته کار وشي او روانه جګړه ودرېږي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، له سولې پرته ټاکنې د درغلیو، فساد، وژنو، نا امنیو او ګډوډيو یوه ټولګه ده چې زمونږ ستونزې لا پراخوي او د حالاتو له سمون سره هېڅ ډول مرسته نه کوي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، ملت باید کمپایني ژمنې او عملي ژمنې وپېژني.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، ملت باید دا ځل د کاندیدانو په تشو او هوايي ژمنو باور ونه کړي، بلکې د هېواد وضعیت او امکاناتو ته په پام باید د داسې ټيم ملاتړ وکړي چې وعدې یې تشې او د هوا ګزول نه، بلکې عملي وي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، که څه هم د راتلونکو ټاکنو په اړه لاهم شکونه موجود دي، ځکه له یوې خوا د سولې پروسه توده ده او له بلې خوا د ټاکنو پر پروسه او موجود حاکم ټيم شکونه اوج ته رسېدلي، نو معلومه نه ده چې ټاکنې به واقعاً وشي او که نه؟

د سرمقالې لیکوال لیکي، که څه هم اوسني شرایط د ټاکنو پر ځای د سولې لپاره برابر دي، خو دا چې اوس د جمهوري ریاست ټاکنیز کمپاینونه عملاً پیل شول، نو په وینا یې، اړینه ده چې ملت او کاندیدان په ټاکنو کې د تقلب د مخنیوي په هدف سره یو موټی شي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، ایا افغان ولس به همدومره بدمرغه وي چې تېر پنځه کلونه له ټولو وحشتونو سره بیا پرې تکرار شي؟

وړاندي په سرمقاله کې راغلي، یو څه چې ډېر روښانه دي، د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات که ترسره کېږي، د پایلو منل به یې ډېره ساده خبره نه وي، ځکه چې سر له اوسه د ولسمشرۍ زیاتره نوماندان د ولسمشر غني پر کړنو نیوکې لري.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، کومو نوماندانو چې تر پنجشنبې ورځې پورې حکومت ته ضرب الاجل ټاکلی چې یادې وروستۍ ګمارنې لغوه اعلان کړي او یا به دوی له انتخاباتو سره پرېکون کوي، دا د روانو ننګونو یو بل اړخ دی.

د سرمقالې د لیکوال په باور، که چېرې انتخابات روانو ستونزو سره سره ترسره کېږي، بیا به هم په لوی لاس انتخابات یوه ژور بحران ته درومي او نړېوال به د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په رڼا کې زمونږ د ولس برخلیک ټاکي.

هېواد:

هېواد ورځپاڼې هم د ټاکنیزو سیالیو په تړاو لیکنه کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د قانون له مخې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره دا د کاندیدانو اخلاقي دنده او ستر مسؤلیت دی چې د خپلو ټاکنیزو منډو تړو او کمپاینونو پرمهال د ټاکنیزو کمېسیونونو سپارښتنې او لارښوونې عملي کړي او د یو او بل کاندید پرضد له سپکو سپورو ډډه وکړي.