ایران فارس خلیج ته د بریتانیا د پوځي ډلګۍ د استولو له وړاندیز سره مخالفت وښود

د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي

تهران د لندن هغه پرېکړه چې د تېل وړونکو بېړیو د ساتنې لپاره فارس خلیج ته یوه ډله پوځیان استوي، یو پاروونکی وړاندیز بللی دی.

ایران د بریتانیا له خوا فارس خلیج ته د یوې پوځي ډلګۍ د استولو له وړاندیز سره کلک مخالفت وښود.

د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا کار پوره دښمني ښکاره کوي.

ده وویل: موږ اورېدلي چې هغوی یوه پوځي اروپايي ډله فارس خلیج ته استوي، دا طبیعتاً یو خصمانه پیغام او پاروونکی اقدام دی او کړکېچونو ته به لمن ووهي.

بریتانیا تېره دوشنبه ویلي وو چې پلان لري چې د هرمز تنګي له لارې د تېل وړونکو بېړیو د تګ راتګ د امنیت د ساتلو لپاره د اروپا په مشرۍ دې سیمې ته یو پوځي ماموریت ولېږي.

د بریتانیا د نوي صدراعظم بوریس جانسن په مشرۍ د دغه هېواد نوی حکومت هم اوس وخت د بریکزیټ تر څنګ له ایران سره په دې لانجه کې ښکېل دی او که څه هم ګواښونه یو بل ته تبادله شوي، خو لا یې سمه نتیجه نه ده ورکړې.

د بریتانیا نوی صدراعظم بوریس جانسن

​ایران دوه اوونۍ وروسته له هغه د جولای په نولسمه د بریتانیا یوه تېل وړونکې بېړۍ سټینا ایمپیرو په هرمز تنګي کې ونیوله چې د هسپانیې په جنوب کې د بریتانیا د شاهي دولت تر حاکمیت لاندې جبل الطارقي چارواکو د ایران یوه لویه تېل وړونکې بېړۍ ګرېس یو ایساره او له سورلیو سره یې ونیوله.

د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي په خپلو پرونیو څرګندونو کې واضح کړه چې د خلیج امنیت باید د سیمې د هېوادونو له خوا ونیول شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني چې د یکشنبې په ورځ یې د بوریس جانسن له ادارې سره د ډيپلوماتیکو اړیکو د غښتلي پاتې کېدو هیله کړې، د بریتانیا له خوا خلیج ته د اروپايي پوځیانو له استولو سره جوړ نه دی.

روحاني د شنبې په ورځ د عمان د بهرنیو چارو له وزیر یوسف بن علوي سره په تهران کې تر یوې لیدنې وروسته وویل چې د بهرنیو ځواکونو حضور د امنیت له ټینګښت سره مرسته نه کوي او لا کړکېچ زېږوي.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر یوسف بن علوي هم ویلي چې دوی له تهران او لندن سره ښې اړیکې لري او له ټولو خواو سره د هرمز تنګي د امنیت په اړه اړیکې نیسي.