د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي مذاکرات په دوو اوونیو کې پیلېږي

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي مذاکرات په دوو اوونیو کې پیلېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي د شنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې چې رسنیو ته یې لیږلی، ویلي چې د مذاکراتو د ۱۵ کسیز پلاوي په جوړېدو کار روان دی او ډېر ژر به اعلان شي.

ده وویل: د مذاکراتو د پیلېدو د تیاریو لپاره د سولې په پروسه کې له ټولو ښکېلو خواو سره کار کوو او په پام کې ده چې تر راتلونوکو دوو اوونیو پورې لومړۍ ناسته په یوه اروپايي هېواد کې جوړه شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په خپله اعلامیه کې دا هم ویلي چې په دوو اوونیو کې به د مذاکره کوونکي پلاوي د سفر او د مذاکراتو پرمخ بیولو ته لازم تیاری وکړي.

په اعلامیه کې داهم راغلي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مستقیمو مذاکراتو په درشل کې د دواړو لورو په نښتو کې د کموالي د راوستو غوښتونکی دی.

بل خوا ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې د لومړنۍ تفاهمنامې د وروستۍ کېدو خبر ورکوي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په تېرو څو ورځو کې ښاغلي غني او خلیلزاد څلور ځلي له یو بل سره لیدلي او د سولې د لارې او نقشې په اړه یې مفصلې خبرې کړي دي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

ده وویل: د سولې د لارې د نقشې په اړه خبرې شوي، د دغې پروسې د بېلابېلو پړاونو د جزیاتو په اړه، اصلي تمرکز په لومړنۍ هوکړې دی او د وخت په اړه یې چې اعلان به شي، په مشخص ډول نه شم ویلای چې دغه کومه نېټه ده، د اګست ۱۴مه که ۲۴مه؟ خو دغه پړاو ته به په نږدې کېدو سره نېټه هم اعلان کړو.

د صدیقي په خبره، د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي د ټاکلو په برخه کې هم پرمختګ شوی او تر راتلونکو څو ورځو پورې به وروستی شي.

ښاغلي صدیقي وویل، د سولې د بهیر په جزیاتو او د سولې د لارې پر نقشې د دواړو لورو حکومت او د امریکا د متحدو ایالاتو ترمنځ خبرې روانې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تېره اوونۍ کابل ته راغی.

دده له راتګ وروسته جمهوري ریاست اعلان کړه چې ښاغلی خلیلزاد به د لزوم دید له مخې څه موده په کابل کې پاتې شي.

ښاغلي خلیلزاد تر اوسه د طالبانو له استازو سره اووه ځلې لیدلي او په پام کې ده چې د اتم دور خبرو لپاره له کابله قطر ته لاړ شي.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهور رئیس د یوه فرمان په ترڅ کې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء ریاست لغوه کړ.

د ولسمشر ویاند وویل چې وروسته له دې به د دغه ریاست کارونه د سولې په چارو کې د دولت وزارت چې مسؤل یې سلام رحیمي دی، پرمخ یوسي.