د سولې شورا: طالبان له حکومت سره له مخامخ خبرو بله لار نه لري

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وایي، طالبان له دې پرته چې له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، بله لار نه لري.

د افغانستان حکومت پرون اعلان وکړ چې په دوو اوونیو کې به په یوه اروپايي هېواد کې د وسله والو طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې پیل کړي.

حاجي دین محمد بېګا ازادي راډیو ته وویل چې په دې خبرو کې ګډون کوي، خو ځای یې لا دقیق نه دی.

هغه وویل چې د حکومت د استازي پلاوي لېست هم لا نه دی نهايي شوی.

حاجي دین محمد زیاته کړه: دا پلاوی به ان شاالله په لنډ وخت کې جوړېږي، د سولې د موافقې لپاره په څلورو شرطونو کې بین الافغاني خبرې وې او بیا اوربند و، نو دوی هڅه کوي چې په نږدې وخت کې دا دواړه کاره وشي.

په قطر کې د وسله والو طالبانو سیاسي دفتر لا پر دې پرمختګونو غبرګون نه دی څرګند کړی.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو له سیاسي استازو سره د کتنې لپاره قطر ته ولاړ شي.

خلیلزاد پرون پر ټوېټر لیکلي چې د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني ترڅنګ د جمیعت اسلامي ګوند له یو شمېر مشرانو سره د سولې د داسې موافقې په اړه غږېدلی چې بقا ولري او هغه پرمختګونه چې په وروستیو اتلسو کلونو کې شوي، په کې خوندي شي.