ډونالد ټرمپ د بریتانیا نوي صدراعظم بوریس جانسن ته مبارکي ورکړه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ټیلیفون له لارې د بریتانیا نوي صدراعظم بوریس جانسن ته مبارکي ورکړه.

د خبرو پرمهال دواړو مشرانو په هرمز تنګي کې د ایران له لوري د بریتانیا د تېلو د بېړۍ د نیولو مسئله هم وڅېړله.

ولسمشر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې دغه اوس یې له جانسن سره پر ټیليفون خبرې وکړې او هغه ته یې مبارکي وویله.

د بریتانیا له لوري د دې خبرو په اړه په خپاره شوي بیان کې راغلي چې واشنګټن او لندن له ایران سره د وروستي کړکېچ په تړاو د خبرو پرمهال د ګډو همکاریو غوښتنه کړې ده.

د ایران او بریتانیا ترمنځ وروسته تر دې کړکېچ زیات شو چې د جولای په څلورمه بریتانیا په جبل طارق کې د ایران د تېلو یو ټانکر ونیو او بیا د جولای په نولسمه ایران د بریتانیا د تېلو یوه بېړۍ له ۲۳ عملې سره د فارس خلیج په هرمز تنګي کې وګرځوله.