یوه لوړ پوړي امریکایي چارواکي د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د ختمېدو لپاره د مذاکراتو له لارې هڅو ته په محتاطانه ډول خوشبینې ښودلې ده.
د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډانفورد نن جمعه په بغداد کې رسنیو ته دا خبره د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د مذاکراتو هڅې ته په پام کړې ده.
نوموړي ویلي، موږ محتاطانه خوشبیني لرو، په دې مانا چې د افغانستان د سولې لپاره زلمی خلیلزاد اوس هغه څه کوي چې موږ په افغانستان کې د اوسېدو په ټوله موده کې ونه لیدله.
ډانفورد دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو یې په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال د افغانستان د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې وکړې.