حزب اسلامي د سولې په راوستلو کې افغان حکومت ناتوانه ګڼي

ګلبدین حکمتیار

د افغانستان اسلامي حزب وايي چې هغه سوله چې د افغانستان د خلکو اراده، قرباني، ملي ازرښتونه او استقلال په کې له پامه وغورځول شي، د افغانستان خلکو او په تېره د افغانستان اسلامي حزب ته د منلو نه ده.

د دغه حزب مشر ګلبدین حکمتیار د جمعې په ورځ په کابل کې د یاد حزب د ګڼو غړو په یوې ناسته کې وویل، د افغانستان اوسنی حکومت د دې توان نه لري چې د سولې پروسه په داسې یوه مسیر روانه کړي چې د افغانستان د خلکو، سیاسیونو او موثرو افرادو اراده په کې وي.

ده وویل: د دې نظام او د اوسنیو واکمنو په شتون کې نه جګړه پای ته رسېدی شي او نه ډاډمنه سوله رامنځته کېدی شي، یعنې د رقیبو نړیوالو استخباراتي شبکو خونړۍ او نیابتي جګړه، حزب اسلامي په سولې ټینګار کړی، دولت باید د ټولو اغېزمنو ګوندونو په مشوره او توافق داسې یو صلاحیت لرونکی او مقتدر هیئت جوړ کړي چې د سولې اړوند بشپړ واک ورسره وي.

ده داهم وویل، سوله ملی مسئله ده او هېڅ څوک یې د انحصار حق نه لري.

ښاغلي حکمتیار دا هم وویل، د سولې په مذاکراتو کې باید د طالبانو معقولې غوښتنې ومنل شي.

ده ټینګار وکړ چې د سولې د لارې خنډونه باید هوار شي او که داسي ونه شي او حزب اسلامي مجبور شي، په یوازې ځان به له طالبانو سره د سولې لاره غوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په وروستیو څو میاشتو کې د طالبانو له پلاوي سره د سولې د مذاکراتو اووه پړاوونه ترسره کړي او د هر دور خبرو وروسته یې ډاډ ورکړی چې د افغانستان د سولې مذاکرات په ښه توګه پرمخ روان دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

په ورته وخت کې افغان حکومت وايي، د سولې په روانه پروسه کې د ټولو افغانانو غوښتنې په پام کې نیول کېږي.

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز رئيس فیروز بشري ازادي راډیو ته وویل: د افغانستان حکومت د سولې لپاره یو منظم او جامع پروګرام لري، دا پروګرام د سولې د نقشې په نوم یادېږي، په دغه پلان کې موږ ډاډمن یوو چې د ټولو افغانانو غږ اورېدل کېږي او د ټولو افغانانو استازیتوب کوي او د ټولو ګټې پکې تامنېږي.

سربېره پر دې حکومت داهم ویلي چې د سولې د پروسې لپاره د یو معتبر پلاوي په جوړولو کار روان دی.

همداشان د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د سولې په موضوع کې ښکېل هېوادونو هم بیا بیا ویلی چې د افغانستان د سولې مذاکرات باید د افغانانو په ملکیت کې وي.