ارواپوهان: د معتادینو چلند بدلون مومي او له ټولنې سره یې اړيکې پرې کېږي

په کابل کې دوه تنه افغان معتادین

ارواپوهان وايي چې نشه يي مواد د معتادینو پر ذهن او روان د نورو منفي اغېزو ترڅنګ د دوی خویونه هم بدلوي، دوی له کورنۍ او ټولنې څخه ګوښه کېږي او يوازې له معتادينو سره کېني.

ارواپوهان وايي چې د نشې په نتیجه کې ورو ورو د معتادینو چلند بدلون مومي او له کورنۍ او ټولنې سره یې اړېکې پرې کېږي.

ارواپوه محمد وامق شریفي د معتادینو د ګوښه کېدو لامل د دوی په ذهن او روان کې د اعتیاد له امله را پیدا شوي بدلونونه بولي او وایي:کله چې له چا سره د کورنۍ ملاتړ نه وي او څوک مينه ورسره ونه کړي، ښکاره خبره ده چې هغه شخص د رواني غوښتنو له مخې معتاد ملګري لټوي، ځکه چې په دې پړاو کې د معتاد زړه تنګېږي او د یوازیتوب احساس کوي، په دې وخت کې یوازنی څوک چې له ده سره خواخوږي لري، هغه د ده پخواني معتاد ملګري دي، له همدې امله معتادين تر درملنې وروسته بېرته له خپلو معتادو ملګرو سره یو ځای کېږي.

ارواپوهان وايي چې معتادین د ټولنې په اړه منفي ذهنيت پيدا کوي او له همدې امله له کورنیو، خپلوانو او ټولنې څخه ګوښه کېږي، ځيني معتادين خو ان دا چې تر درملنې وروسته هم د یوازیتوب احساس کوي او بېرته نشو ته مخه کوي.

ارشیف، په کابل کې د افغان معتادینو یو انځور

​د سعید په نوم يو معتاد وايي چې ده ته په پیل کې نشه ډېره خوږه وه او له خپلوانو سره يې هم تګ راتګ کاوه، خو اوس ډېر يوازې شوی دی.

دی وایي: اوس د پخوا غوندې له خپلې کورنۍ او دوستانو سره تګ راتګ نه شم کولای، ودونو او د خوښيو نورو مراسمو ته نه شم ورتلای، اوس له خپلوانو څخه ګوښه شوی یم، اوس چې کله ځيني ملګري ما ته راځي، نو د هغوی لیدو ته مې زړه نه کېږي او ځنې پټېږم، اخر مې دا غوره وګڼله چې په داسې یوه ځای کې ژوند وکړم چې هلته څوک نه وي.

ارواپوهان وايي چې د معتادینو ناوړه کارونه او د نشه يي موادو کاروبار د هغوی پر اجتماعي ژوند ناوړه اغېزې کوي، له همدې امله خلک خپلې اړېکې ورسره پرې کوي، خو احمدشاه بیا خپل دوه معتاد زامن نه پرېږدي چې له کوره دباندې ژوند وکړي او له له خپلوانو څخه لېري شي.

ده زیاته کړه: زه له ډېرو ستونزو سره سره بیا هم په منظم ډول د خپلو دوو زامنو درملنه کوم، دوی مې دې ته نه دي پرې ايښي چې ګاونډیان او نور خلک دې پوډریان ورته ووايي، که څه هم خلک خبر دي چې دوی په نشو اخته دي او دوی یې پر دې عمل لیدلي دي.

ارشیف، په کابل کې د یوه افغان معتاد یو انځور

​ځیني معتادین له کورنیو څخه لېري له معتادو ملګرو سره اوسېږي او په کوڅو او بازارونو کې ګرځي چې د نشه یي موادو لپاره پيسې پيدا کړي، دغه ډول حالت د هغوی خپلوان ډېر ځوروي چې له دې ډول خپلوانو څخه يو هم زمان الدين دی.

ده وویل: تېر کال مې ماما له ایرانه کور ته راغی، هلته معتاد شوی و، زما د ورور د نکريزو شپې او واده ته رانغی، دې کار یې ډېر خفه کړو، موږ نه پوهېدو چې دی ولې زموږ کره رانغی، زموږ ماما دی، باید په خوښیو او غم کې راسره شريک شي.

د ارواپوهانو له نظره نشه په لومړي پړاو کې معتاد خوشحاله ساتي، یو معتاد کولای شي چې تر شپږو میاشتو پورې په عادي ډول ژوند وکړي، خو د وخت په تېرېدو سره يې له کورنۍ او خپلوانو سره اړيکې پرې کېږي او يوازې کېږي.

راپور: فرید حلیمي

Your browser doesn’t support HTML5

غږیز راپور