په خوست کې پرون د سلو ښوونځیو لپاره د ودانیو د رغونې کار پیل شو

په خوست کې د یوه ښونځي د ودانۍ د جوړولو د کار پرانیسته

په خوست ولایت کې د سلو ښوونځیو لپاره د ودانیو د رغونې کار پرون پیل شو.

سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ودانیو د رغونې چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

د ښوونځیو دا ودانۍ د ۵۴۷ میلیونو افغانیو په لګښت د ولسي تړون د پروګرام په چوکاټ کې رغول کېږي.

د خوست د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان ازادي راډیو ته وویل چې د دې پروګرام له مخې ډېری دا ودانۍ په لېرې پرتو سیمو کې او تر ډېره د نجونو د ښوونځيو لپاره رغول کېږي.

دهع وویل: تمرکز مو پر هغو ولسوالیو دی چې د ودانیو د نشتوالي له کبله نجونې زده کړو ته لاسرسی نه لري، له دې سره به وتوانېږو چې د لېرې پرتو سیمو نجونو ته د زده کړو امکان برابر کړو.

د خوست د پوهنې ریاست وايي، اوس مهال د دې ولایت په سلو کې یوازې څلوېښت ښوونځي ودانۍ لري.

د افغانستان په ډېری لېرې پرتو سیمو کې ښوونځي یا د ناامنیو له کبله بند دي او یا هم ودانۍ نه لري.