سمندري ځواکونه به له دې وروسته په هرمز تنګي کې بریتانوۍ کښتۍ بدرګه کوي

د مونټروز په نوم بریتانوۍ کښتۍ

بریتانیا وايي چې له دې وروسته به یې کښتۍ په هرمز تنګي کې د سمندري ځواکونو په وسیله بدرګه کېږي.

بریتانیا د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې خپلو سمندري ځواکونو ته یې دنده سپارلې ده چې د بریتانیا بیرغ لرونکې کښتۍ په هرمز تنګي کې بدرګه کړي.

د بریتانیا د حکومت ویاند پرون پنجشنبه په یوه بیان کې وویل، پوځ به یوازې هغه کښتۍ بدرګه کړي چې له هرمز تنګي د تېرېدو مهالوېش له دفاع وزارت سره شریک کړي.

بیان زیاتوي، د کښتیو د تګ راتګ ازادي د نړیوالې سوداګرۍ او اقتصاد لپاره حیاتي مسئله ده او لندن به یې د خوندیتوب لپاره هر لازم اقدام وکړي.

په همدې حال کې سکای نیوز شبکې راپور ورکړی چې د مونټروز په نوم بریتانوۍ کښتۍ د چهارشنبې د ورځې په ماښام د لومړي ځل لپاره د نوې پالېسۍ له مخې خپل ماموریت ترسره کړ او څو کښتۍ یې بدرګه کړې.

د مونټروز کښتۍ

​د بریتانیا او ایران ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه پراخ شو چې ایران د بریتانیا یوه تېل وړونکې کښتۍ د جمعې په ورځ په هرمز تنګي کې ولجه کړه.

له دې مخکې روېټرز خبري اژانس د یوه بریتانوي چارواکي له قوله راپور ورکړی و چې دا هېواد له ایران سره د کړکېچ پراختیا نه غواړي او داسې پلان هم نه لري چې د بریتانیا د بیرغ لرونکې ټولې کښتۍ د سمندري ځواکونو په وسیله بدرګه کړي.

اوس مهال د ۱۵ او ۳۰ ترمنځ د بریتانیا بیرغ لرونکې کښتۍ په خلیج کې تګ راتګ کوي خو له دې ډلې یوازې ۳ کښتۍ له هرمز تنګي څخه تېرېږي.

روېټرز خبري اژانس د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې فرانسې، اېټالیا او ډنمارک د اوس لپاره د لندن له طرحې خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

جرمني هم ویلي دي چې ښايي پر دې طرحه ورګډ شي خو وايي چې په دې برخه کې پرېکړه لا له وخته مخکې ده.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ په دې وروستیو کې ویلي دي چې واشنګټن په هرمز تنګي او باب المندب کې په نړیوالو اوبو کې د کښتیو د خوندي تګ راتګ لپاره له ځینو هېوادونو سره د یوه ائتلاف د جوړولو په فکر کې دی.

روسیې هم په خیلج کې د ګډ امنیت لپاره یو پلان چمتو کړی دی چې چین یې ملاتړ کوي، خو رسنیو ته په دې اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د یکشنبې په ورځ لندن ته خبرداری ورکړ چې په خلیج کې د کښتیو د تګ راتګ د امنیت مسؤلیت ایران لري.