د متشبثینو بورډ: واګه بندر کې افغان سوداګر له ستونزو سره مخ دي

واګه بندر

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، په واګه بندر کې افغان سوداګر له ستونزو سره مخ دي.

د دغه بورډ مشر رحم‌الدین حاجي‌اغا نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې بندر له لارې د افغانستان، هند او پاکستان تر منځ سوداګرېزه راکړه ورکړه کېږي: "د دې ستونزو لامل دا دی چې د یو شمېر شرکتونو له لوري په قاچاقي ډول صادرات او واردات کېږي چې د نورو سوداګرو باور یې هم زیانمن کړی او اوس هلته د تلاشۍ زیاتې شوي چې تازه مېوو باندې وخت زیات تېرېږي او خرابېږي."

ښاغلی حاجي اغا وایي، درې واړه دولتونه باید د دې وضعیت د کنټرول لپاره هڅه وکړي او ستونزې دې ژر تر ژره هوارې کړي.

د نوموړي په خبره له دې لارې په ورځني ډول هند او پاکستان ته په سلګونو ټڼو بېلابېلو افغاني محصولاتو صادرات کېږي چې اوس دا چاره له ستونزو سره مخ ده.