خلیل‌زاد: د سولې د یوه جامع مرکچي ټیم پر جوړېدو تمرکز شوی

د افغان سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتونو ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، له افغان چارواکو سره خبرو کې د سولې د یو مؤثر او جامع مرکچي ټیم پر جوړېدو تمرکز شوی.

ښاغلي خلیل‌زاد تېره شپه پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان له ولسمشر، اجرائیه رئیس، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره په‌دې اړه هم غږیدلی چې د سولې بهیر دا مهال کوم ځای ته رسیدلی او راتلونکې ګامونه به څه وي؟

نوموړي په‌دې اړه زیات جزئیات نه‌دي ورکړي.

ښاغلی خلیل‌زاد د سولې د هڅو په لړ کې د سې شنبې په ورځ کابل ته له رسېدو سره سم له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.

له دې کتنې وروسته ارګ په یوې خبرپاڼه کې وویل چې زلمی خلیل‌زاد به د یو څه وخت لپاره کابل کې پاتې شي.

په‌دې خبرپاڼه کې دا چې ښاغلی خلیل‌زاد د څه لپاره کابل کې پاتې کېږي؟ جزئیات نه و ورکړل شوي.

ټاکل شوې چې کابل کې له افغان چارواکو سره تر لیدو کتو وروسته به د امریکا دا ځانګړی استازی له طالب استازو سره د اتم پړاو خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي.