اجرائيه رياست د پاکستان د صدراعظم څرګندونو ته په محتاطانه توګه خوشبینه دی

د پاکستان صدراعظم عمران خان . July 23, 2019

د افغانستان اجرائيه رياست د پاکستان د صدراعظم عمران خان وروستیو څرګندونو ته په محتاطانه توګه خوشبینه دی.

عمران خان د سې شنبې په ورځ د امریکا په واشنګټن کې د سولې په انسټیټیوټ کې وویل، په افغانستان کې د سټراټيژيک عمق پالیسۍ د پاکستان په زیان تمامې شوې او اوس اسلام‌اباد په افغانستان کې د نه لاسوهنې سیاست پرمخ وړي.

د پاکستان صدراعظم ټينګار کړی چې دی د خپل هېواد د پوځ په استازیتوب هم خبرې کوي او د پاکستان پوځ د ده د حکومت د ټولو سیاستونو ملاتړ کوي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند امید میثم د عمران خان د وروستیو څرګندونو په اړه پرون ماښام ازادي راډيوته داسې وویل: "د افغانستان دولت محتاطانه خوشبین دی، خو دا باید هېره نه‌کړو چې د سولې پروسه په ډېرو حساسو شرایطو کې ده او حساس په‌دې مانا چې د بین‌الافغاني مذاکراتو، جګړې د ختمولو او تاوتريخوالي کمولو لپاره سیمه‌ییزې او نړيوالې هڅې په‌داسې حال کې دي چې په افغانستان کې تاوتريخوالی زيات شوی دی."

د ښاغلي میثم په وینا، دولت او افغانانو په تکراري توګه له ګاونډیو، سیمې او نړيوالو هېوادونو غوښتي چې د ترورېزم پرضد د مبارزې په برخه کې دې له افغانانو سره همکارۍ زياتې کړي.

د امريکا ولسمشر تېره اوونۍ په سپينه ماڼۍ کې د پاکستان له صدراعظم سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې په تېرو څو اوونيو کې د افغانستان د سولې په هڅو کې پرمختګ لیدل شوی دی او پاکستان هم په‌دې پرمختګ کې مرسته کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ (ښي) د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په سپینه ماڼۍ کې

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې هیلهمند دی په راتلونکو څو ورځو کې به وتوانېږي چې طالبان له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته قانع کړي چې یو سیاسي حل راووځي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند امید میثم دغو خبرو ته په اشاره وویل: " افغانان او دولت غواړي چې د پاکستان ریښتوني او عملي اقدامات وويني چې بین‌الافغاني مذاکرات پیل شي. د بین‌الافغاني مذاکراتو په نتيجه کې موږ له سیاسي حل لارې او مذاکراتو له لارې سولې او ثبات ته ورسېږو."

دا په‌‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په قطر کې له طالبانو سره د اووم پړاو خبرو پای ته رسولو وروسته په کابل کې دی.

د جمهوري ریاست د اعلاميې له مخې چې د ښاغلي خلیل‌زاد او ولسمشر اشرف غني تر غونډې وروسته خپره شوه، زلمی خلیل‌زاد به یو څه موده په کابل کې پاتې شي، خو په‌دې اعلاميه کې واضح نه‌دي ویل شوي چې ښاغلی خلیل‌زاد په کوم دلیل په کابل کې پاتې کېږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له زلمي خلیل‌زاد سره

زلمي خلیل‌زاد پرون د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم وکتل.

تر دې کتنې وروسته ښاغلي عبدالله پرخپله ټويټرپاڼه ولیکل: "په داسې حال کې چې موږ د جګړې سوله‌یېزحل غواړو، خو د هر ډول ډلو پر وړاندې د خپل هېواد، خلکو او ارزښتونو دفاع کوو."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځاګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سیمې ته د خپل سفر وروستی پړاو د جولای میاشتې په ۲۳مه له کابله پیل کړ او ټاکل شوې ده دی له طالبانو سره د اتم پړاو خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ شي.