د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره امنیتي پلان

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان اسدالله خالد او مسعود اندرابي

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره امنیتي پلان اعلان کړ.

دغه امنیتي پلان نن په دفاع وزارت کې په یوه غونډه کې چې د دفاع او کورنیو چارو وزیران، د انتخاباتي کمېسیونونو رئیسان، په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان او په کابل کې د امریکا سفیر حاضر ول، په یوه غونډه کې تشرېح شو.

دغه امنیتي پلان په درې مرحلو، له انتخاباتو مخکې، د انتخاباتو په جریان او له هغې وروسته وضعیت کې تطبیق کېږي.

ټاکل شوې چې دغه انتخابات د تلې یا میزان میاشتې په ۶مه نېټه ترسره شي.