عمران خان: طالبان ښايي ژر کابل کې د امریکايي پوهنتون استادان خوشې کړي

کابل کې د امریکايي پوهنتون دوه استادان چې د ۲۰۱۶ کال په اګسټ کې تښتول شوي وو.

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي طالبان ښايي ژر د کابل د امریکايي پوهنتون دوه استادان چې د ۲۰۱۶ کال په اګسټ کې تښتول شوي وو، خوشې کړي.

خان دا خبره په واشنګتن کې کړې ده.

هغه د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته ویلي چې اسلام‎اباد به ډېر ژر د امریکايي استاد کیوین کېنګ او اسټرالیايي استاد تیموتي وېکس په اړه ښه خبرونه ولري.

په کابل کې امریکايي پوهنتون له دې مخکې ټینګار کړی و چې دا استادان‎یې باید خوشې کړای شي.