عمران خان: طالبان به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوم

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، له افغان طالبانو سره به وګوري او هغوی به د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي.

نوموړي دا خبره پرون په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انسټټیوټ کې د وینا پر مهال وکړه او ویې‌ویل طالبانو پخوا هم له ده سره د لیدو غوښتنه کړې وه، خو په وینا یې هغه مهال افغان حکومت د دې لیدنې مخالفت کړی و.

عمران خان زیاته کړه:​ "کله چې بېرته ستون شوم، له ولسمشر ټرمپ سره تر لیدنې او له ولسمشر اشرف غني سره تر خبرو وروسته، اوس به زه له طالبانو سره وګورم او خپله ټوله هڅه به وکړم چې هغوی (طالبان) د افغان حکومت سره خبرو ته راولم، او په افغانستان کې راتلونکي انتخابات باید ټول‌شموله انتخابات وي چې په‌کې به طالبان هم برخه ولري."

خو عمران خان د افغان طالبانو سره د لیدنې د وخت او ځای په اړه څه ونه‌ویل.

د پاکستان صدراعظم ټینګار وکړ چې تل‌یې د خبرو له لارې د افغانستان د کړکېچ په هواري ټینګار کړی او له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلولو په خاطر یې له ولسمشر ټرمپ څخه مننه وکړه.

افغان چارواکو تل پاکستان تورن کړی چې د هغو وسله‌والو طالبانو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې پر حکومتي او نورو اهدافو بریدونه کوي.