نړیوال قدرتونه له ایران سره د اټمي موافقې د ساتلو پر څرنګوالي خبرې کوي

د ایران د اټمي انرژۍ یوه دستګاه

نړیوال قدرتونه له ایران سره په روانه اوونۍ کې خبرې کوي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقه څرنګه وساتل شي.

د بریتانيا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین استازي به د جولای په ۲۸مه په ویانا کې غونډه ولري.

دا خبر نن د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له ادارې خپور شوی دی.

په دې اړه په بیان کې ویل شوي چې په غونډه کې به چې د فرانسې، بریتانیا، جرمني او ایران د غوښتنې له مخې جوړېږي، د اټمي موافقې د ټولو اړخونو پر عملي کولو خبرې وشي.

د امریکا ولسمشر تېر کال په مې میاشت کې له دې موافقې ووت. له هغه راهیسې د اټمي موافقې د برخلیک په اړه اندېښنې د زیاتېدو په حال کې دي.