په افغانستان کې د سوله ییز جوړجاړي په اړه له عمران خانه د ټرمپ هيله مندي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د پاکستان صدراعظم عمران خان

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، له پاکستان سره اړیکې ښې شوي او دی خوشبین دی چې د دې هېواد صدراعظم عمران خان به په افغانستان کې له یوه سوله ییز جوړجاړي او په دې هېواد کې د نږدې اتلس کلنې جګړې له پای ته رسېدو سره مرسته وکړي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري غونډه کې چې عمران خان یې ترڅنګ ناست و، وویل چې د ده فکر پاکستان به ورسره مرسته وکړي چې امریکا له دغې جګړې را ووځي.

ټرمپ پر پاکستان د واشنګټن د میلیاردونو ډالرو بندې شوې مرستې یادونه هم وکړه او ویې ویل چې کېدای شي چې امریکا هغه یو ميلیارد او درې سوه ميلیونه ډالره مرسته چې تېر کال یې پر دې هېواد بنده کړې وه، بېرته اسلام آباد ته ورکړي، خو هغه په دې پورې اړه لري چې وروسته غونډه څه ډول نتیجه ورکوي.

تر اوسه نه ده څرګنده چې په غونډه کې په دې اړه توافق شوی او که نه؟

ټرمپ چې تېر کال یې په ټوېټري پیغامونو کې پر پاکستان سخت انتقادونه کړي او ویلي یې وو چې پاکستان له درواغو او چل ول پرته بل څه نه دي ورکړي او هم یې سخت دریځو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې، پرون یې له دې هېواد سره د اړیکو د ښه کېدو خبره وکړه.

ټرمپ وویل، په تېرو څو اوونیو کې یې په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو کې ډېر پرمختګ کړی او پاکستان هم په دې پرمختګونو کې ورسره مرسته کړې ده.

له عمران خان سره په دې سفر کې د پاکستان د ځواکمن پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د دې هېواد د پوځي استخباراتو مشر فیض حمید ملګري دي.

پنټاګون پرون وویل چې باجوه به د امریکا د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ سره وګوري.

د کتونکو په باور، باجوه د صحنې تر شا بحثونو کې مهم رول لوبوي او ښایي هغه واشنګټن ته قناعت ورکړي چې ورسره مالي مرستې او همکاري بېرته پیل کړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان ټرمپ ته وویل چې له طالبانو سره د سولې تړون اوس تر بل هر وخت ډېر نږدې شوی دی.

هغه وویل، موږ هیله مند یوو چې په راتلونکو ورځو کې به وکولای شو چې طالبان په دې قانع کړو چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي او یوه جوړجاړي او یوې سیاسي حل لارې ته ورسېږي.

طالبانو چې تراوسه یې له امریکایي لوري سره اووه ځلې خبرې کړي، د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو کولو ډډه کړې ده.

خو عمران خان یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان لانجه پوځي حل لاره نه لري او هغه یوازې د خبرو له لارو هوارېدای شي.

عمران خان وویل، دی یو له هغو کسانو دی چې تل په دې باور و چې جګړه د حل لاره نه ده.

عمران خان ټرمپ له دې کبله وستایه چې د ده په وینا، اوس د دغې جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر نورو فشارونه راولي.