عمران خان یو وار بیا ویلي چې د افغانستان ستونزه په جګړه نه هوارېږي

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان یو وار بیا ویلي چې د افغانستان ستونزه په جګړه نه هوارېږي.

ده د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره تر لیدلو یوه ورځ مخکې د یکشنبې په شپه په واشنګټن کې پاکستانیانو ته په وینا کې دا خبره کړې ده.

افغان حکومت تمه لري چې امریکا پر پاکستان لازم فشار راولي.

سپينه ماڼۍ نن دوشنبه د ډونالد ټرمپ او عمران خان د سرمشریزې کوربه ده.

دا لومړی وار دی چې عمران خان د پاکستان د صدراعظم په توګه واشنګټن ته تللی دی.

هغه په واشنګټن کې پاکستانيانو ته وويل: له لومړۍ ورځې مې ویل چې په افغانستان کې جګړه د حل لار نه ده، په وار وار مې ویلي چې مسئله په جنګ نه هوارېږي، هر قسم بد رد یې راته وویل، ترهګر او طالبان خان یې وبللم، خو الله حق دی، نن ټوله نړۍ وايي چې د افغانستان د مسئلې حل جګړه نه ده.

ټرمپ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ناغېړۍ په خاطر پر پاکستان سلګونه میلیونه ډالر بند کړي.

یو لامل یې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې نه همکاري بلل شوی دی.

افغان حکومت واشنګتن ته د عمران خان د سفر په اړه ویلي چې دوی تمه لري چې امریکا پر پاکستان لازم فشار راولي چې د افغانستان په اړه خپل سیاستونه بدل او د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.