ایران «سي.ای.اې» ته د جاسوسۍ په تور ۱۷ مشکوک کسان نيولي

د امریکا او ایران بیرغونه

ایراني چارواکي وايي، امنيتي ادارو د امريکا استخباراتي ادارې «سي. ای. اې» ته د جاسوسۍ په تور ۱۷ مشکوک کسان نيولي او ځيني يې په مرګ محکوم کړي دي.

د ایران د استخباراتو وزارت نن وويل چې د ایران امنیتي ادارو په بریالیتوب سره د دوی په وینا د «سي. ای. اې» د جاسوسانو شبکه له منځه یوړه.

د وزارت یوه چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی اخیستل شوی، ويلي ځیني تورن کسان په مرګ او نور يې په اوږده حبس محکوم شوي دي.

د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې هغوی چې «سي. ای. اې» ته په جاسوسۍ تورن وو، د ۲۰۱۹ میلادي کال په مارچ مياشت کې نيول شوي وو.

دا اعلان څو مياشتې وروسته له هغه شوی چې د ایران او لوېديځ ترمنځ په‌دې وروستیو کې وضعیت نور هم ترینګلی شوی دی.

امريکا د روان کال له مې مياشتې راهيسي پر ایران نوي اقتصادي بنديزونه لګولي چې په نتيجه کې يې د دې هېواد اقتصاد سخت زیان لیدلی.