افغانستان د جنوبي اسیا هېوادونو په ډله کې تر ټولو کمه اقتصادي وده کړې

د نړیوال بانک نښان

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې افغانستان د جنوبي اسیا هېوادونو په ډله کې هغه هېواد دی چې تر ټولو کمه اقتصادي وده‌یې کړې.

د دغه بانک د راپور له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې اقتصادي پراختیا دوه سلنه وه.

د نړیوال بانک په خبره، دا د بې‌وزلۍ لامل ګرځېدلې او د خلکو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

په افغانستان کې د نړیوال بانک استازي هینري کزالي ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان د وچکالیو له اغېزو سربېره له امنیتي ستونزې، د انتخاباتو په درشل کې د سیاسي وضعیت له پېچلتیا او په امنیتي چارو کې د مرستو له کموالي سره مخ دی، خو دغه بانک وړاندوینه کړې چې د دغه هېواد اقتصادي پراختیا به په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۳،۲ سلنه وي.