د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې به نن په یوه بېړنۍ غونډه کې د ایران له لوري د تېلو د یوې بریتانوۍ کښتۍ د نیول کېدو پر مسئلې بحث وکړي.
ایران دغه کښتۍ د تېرې جمعې په ورځ په هُرمز تنګي کې نیولې ده.
بریتانیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه استولي لیک کې چې کاپي یې رسنیو ته رسېدلې ویلي چې کله چې ایراني ځواکونه دغې کښتۍ ته نږدې شول هغه د عمان په اوبو کې وه.
د ایران د هُرمزګان د بندرونو او د سمندري چارو د ادارې مشر الله مراد عفیفي پور د ایران دولتي ټلوېزیون ته وویل چې د دې کښتۍ ټوله ۲۳ عمله په بندر عباس کې مصونه او روغتیایي وضعیتیې هم ډېر ښه دی.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د جمعې په ورځ ویلي و چې د استیا ایمپرو د تېلو لېږدوونکې کښتۍ چې د بریتانیا بیرغ پرې ځړېده، په هُرمز تنګي کې په دې خاطر ونیوله چې سمندري نړیوال قوانینیې نهوو مراعات کړي.
لندن د تهران دغه اقدام غندلی او هغه د دښمنۍ یو عمل بللی دی.