ایران: د بریتانیا د درول شوې بېړۍ برخلیک په څېړنو پورې تړلی

د بریتانیا درول شوې بېړۍ

ایران خبرداری ورکړی چې د خلیج په اوبو کې د بریتانیا د درول شوې بېړۍ برخلیک په څېړنو پورې تړلی دی.

دا بېړۍ د جمعې په ورځ له ۲۳ سورلیو سره د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو له‌خوا په هُرمز تنګي کې ودرول شوه.

په هغه وېډیو کې چې د سپاه له‌خوا خپره شوې ښيي چې د تېلو په نښانونو رنګ شوې بېړۍ د څو چټکو کښتیو په محاصره کې ده او ځيني پوځیان هم پاس له هلیکوپټرې د پړو په واسطه په‌کې راکوزېږي.

دا پېښه څو ورځې وروسته له هغه شوې چې د جبل‌الطارق په ابنا کې د بريتانیا شاهي سمندري پوځ د ایران یوه لویه تېل وړونکې بېړۍ له سورلیو سره یوځای ونیوله.

سپاه پاسداران هماغه وخت ګواښ کړی و چې یوه بریتانوي بېړۍ به نیسي.