اېشین ټربیون: واشنګټن کې له عمران خانه هرکلی ونه‌شو

د پاکستان صدراعظم او د امریکا ولسمشر

  • لانګ وار ژورنال

امریکایي لانګ وار ژورنال خپرونې د افغانستان په بادغیس ولایت کې د افغان کمانډو ځواکونو وروستیو تلفاتو ته پام اړولی او لیکي، وسله‌والو طالبانو د هغو وسلو او مهماتو وېډیو خپره کړې چې روانه اوونۍ یې په بادغیس کې پر افغان کمانډو ځواکونو د خونړي برید په ترڅ کې ترلاسه کړي دي.

د خپرونې په وینا په‌دې برید کې د وژل شویو کمانډو سرتېرو شمېر ۳۵ تنو ته رسېدلی دی.

طالبانو د افغان کمانډو وسلې او پرمختللي نظامي توکي ترلاسه کړي.

په‌دغه وېډیو کې چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې ایښې، «اېم-۴» او نښې ویشتونکي ټوپک، ماشینګڼې، تومانچې، د شپې دوربینونه، مخابرې او نور وسایل ښکاري چې طالبان وایي، له دغو کمانډو ځواکونو یې نیولي دي.

د لانګ وار ژورنال په لیکنه دغه پېښه د بادغیس په اب کمري کې د تېرې دوشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوې چې دغو ځواکونو په سیمه کې د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې عملیات مخ ته وړل.

د خپرونې په وینا طالبان ډېری وخت له همدغو وسلو او تجهیزاتو څخه په استفادې په افغان ځواکونو کې ځان پټوي یا نفوذ کوي یا هم په نورو حساسو سیمو کې ورڅخه د حملو لپاره کار اخلي.

  • اېشین ټربیون

له سویډنه خپرېدونکې اېشین ټربیون انلاین ورځپاڼې امریکا ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان سفر ته پام اړولی او لیکي، کله چې عمران خان پرون د یکشنبې په ورځ واشنګټن ته ورسېد، د ولسمشر ټرمپ د ادارې هېڅ یو چارواکی یې هرکلي ته نه‌و ورغلی او هم نوموړی له دولتي پروټوکول څخه چې متحده ایالاتو ته په رسمي سفرونو کې د دولتونو او حکومتونو مشرانو ته ورکول کېږي، بې‌برخې و.

د ورځپاڼې په لیکنه، یوازې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې له مخکې په امریکا کې و او په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسد مجید خان د عمران هرکلی وکړ.

اېشین ټربیون وړاندې لیکي:

امریکایي پلاوي حضور نه‌درلود او عمران خان هم له الوتکې تر ښکته کېدو وروسته د هوایي ډګر تر ترمینله پورې په یوه بس کې ولاړ.

ټاکل شوې چې عمران خان نن د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري چې د ورځپاڼې په لیکنه په‌دې کتنه کې به پر هغه فشار راوستل شي چې د ترهګرو او هغو سخت دریځو ډلو پر وړاندې چې د پاکستان له خاورې فعالیت مخ ته وړي، پرېکنده او کوټلي ګامونه پورته کړي او هم له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.

اېشین ټربیون د یوه امریکایي چارواکي له قوله لیکي چې ویلې یې دي، ټرمپ به له عمران خان وغواړي چې پر طالبانو فشار راوړي چې په افغانستان کې دایمي اوربند وکړي.

د پاکستان صدراعظم داسې مهال په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره ګوري چې د افغانستان د سولې لپاره ځانګړي استازي یې تر اوسه د طالبانو له پلاوي سره اووه ځلې خبرې کړې دي.

زلمي خلیل‌زاد تېره ورځ سیمې ته د یوه بل سفر د پیلېدو لپاره د تیاریو خبر ورکړ، دغه‌راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم کابل ته په وروستي سفر کې هیله څرګنده کړې چې د سپټمبر د میاشتې تر لومړۍ نېټې له طالبانو سره د سولې یو تړون وشي.